Feb 01, 2024 16:41 Asia/Kabul
  • له نړیوالو مرستو یو ډالر هم طالبانو ته نه رسېږي

د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا د عمومي څار کمېټې ویلي؛ افغانستان ته د نغدو پېسو د هرې اونۍ د کڅوړې په لېږد کې طالبان یو ډالر هم نه اخلي.

د فارس خبري آژانس د راپور له مخې؛ د سیګار په نامه د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا څار ادارې نن پنجشنبه په ایکس پاڼه کې د یو مطلب په خپرولو سره ویلي؛ له افغانستان سره د امریکا او ملګرو ملتونو مرستندویه پېسې د طالبانو لاس ته نه رسېږي.

 سیګار په خپلو توضیحاتو کې لیکلي: ملګرو ملتونو د پېسو د خدماتو له یو شرکت سره د نیویارک د رزرو فیډرل بانک څخه د امریکا د کرنسۍ د اخیستلو لپاره تړون کړی او همداراز د ټرانسپورټ له یو شرکته افغانستان ته د اخیستل شویو نغدو پېسو د وړلو لپاره استفاده کوي.

په ټویټ کې راغلي چې  له هغه وخته چې د ټرانسپورټ شرکت نغدې پیسې په لاس کې اخلي، تر هغه شېبې چې په کابل هوایي ډګر کې یې د ملګرو ملتونو مقاماتو ته سپاري، دغه شرکت د ټرانسپورت په بهېر کې مختلفې امنیتي څېړنې کوي، چې د کڅوړې صحیح والی تایید کړي.

دغه اداره زیاتوي چې « کله چې نغدې پېسې کابل ته ورسېږي د ملګرو ملتونو کسان یې په افغانستان کې خصوصي بانک ته له انتقالولو مخکې چې ملګري ملتونه ترې استفاده کوی، بېسې بیا ګوري او شماري یې. کله چې پېسې دغه بانک ته رسیږي، مخکې له دې چې غوښتل شوې پېسې د نړیوالو عمومي سازمانونو اخستونکو حسابونو او اړوندو سمنونو ته منتقلې شي، د ملګرو ملتو اکاونټ ته اچول کیږي»

 دغه سازمان په یو بل ټوییټ کې  په همدې مساله ټینګار کوي چې امریکا له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

 په ټوییټ کې راغلي:« د ۲۰۲۱ کال له اګسته ملګرو ملتونو کابو ۲.۹ میلیارده ډالره د نړیوال تمویلوونکي له مرستو په استفادې سره پېرودلي او افغانستان ته لېږدولي دي. امریکا تر ټولو لویه نړیواله مرستندویه ده چې د ۲۰۲۱ کال  له اګسته یې کابو دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالره ملګرو ملتونو، عمومي نړیوالو سازمانونو او په افغانستان کې فعالوغیر دولتي سازمانونو ته ورکړي دي.»

 په دوام کې لیکل شوي:« تر یو اعشاریه اووه میلیارد ډالرو زیاته بودجه د خاره وزارت او یو ایس ایډ لخوا د نړیوالو عمومي سازمانونو ، این جي او ګانو او ملګرو ملتونو، نړیوال بانک او کولمبو طرحې له خوا د تطبیق شویو بشري فعالیتونو د ملاتړ لپاره لګېدلې دي»

 د سیګار ادارې دغه وضاحتونه وروسته له هغه شوي چې ځینو کارپوهانو او د بشري حقونو سازمانونو، امریکا د نغدي مرستو په ورکولو سره د طالبانو په ملاتړ تورنه کړې وه.

ټیګونه