Feb 04, 2024 14:20 Asia/Kabul
  • د امریکا ځوانان په پوځ بدبینه او بې اعتماده دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا«نیوزویک» اوونیزې راپور ورکړ د پیو(pew) موسسې د نوي نظر سنجې د پایلو پراساس د امریکا نیمايي ځوانان چې عمرونه یې له دیرشو کلونو کم دي د پوځ په هکله بدبینه دي او په پوځ اعتماد نلري او دغه موضوع نن سبا د امریکا پوځ د ځواکونو د جذبولو له مشکل سره مخامخ کړی دی.

د پیو موسسې د نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا درې پنځوس فیصده ځوانان چې عمرونه یې له اتلسو څخه تر نهویشتو کلونو پورې دي باوري دي چې د امریکا پوځ د هیواد د روانو چارو په بهیر باندې منفي اغیز لري.

د پیو موسسې دغه نظر سنجې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له شپاړسمې څخه تر یویشتمې نیټې پورې ترسره شوي ده.

نیوزویک  اونیزې د دغه راپور په دوام کښې ولیکل د امریکا د هغو ځوانانو شمیر چې هیڅکله په پوځ کښې د خدمت کولو فکر نه کوي دوه برابره شوی دی.

امریکا په تیر میلادي کال کښې په داسې حال کښې وتوانید چې په ټول کښې یوڅلویښت زره نوي پوځیان جذب کړي چې په پرسنلي چارو کښې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال «اشیش وزیراني» د پوځ لپاره د نوي ځواک د جذبولو شخړه د پیچلیو او د بیلابیلو اړخونو لرونکي وبلله.

 

ټیګونه