په سویډ کې د قرآن کریم سپکاوی کونکی له دغه هیواده شړل کیږی
داپه داسې شرائطوکې دي چې د سویډ زیاتره ښاریز له قرآن سوځونې سره پخلا نه دي او د سویډ دعموي چینل له خوا وروستۍ یوې نظر غوښتنې ته څه دپاسه نیمو ځواب ورکونکو وئيلي دي ، چې دقرآن په شان د مقدسو کتابونو د سوځولو له ممنوعیّت سره موافق دي .
د سویډ د مهاجرت محکمې اعلان کړی دی ، هغه عراقی پناه غواړی چې څو ځله ئې د قرآن کریم سپکاوی کړی دی ، له دغه هیواده به وویستل شي.
د سویډ حکومت په دغه هیواد کې د وا مدارو بې حرمتیو په دلیل چې په درست سویډ کې له غبرګونون و سره او هم له دغه هیواد په بهر کې د مسلمانانو د احساساتو له راپاریدا او ډيپلوماټيکو اعتراضونو سره ، او له یوه بحران سره مخ شوی ؤ نهایتا ئې دعراقي پناه غواړي سلوان مومیکا د ویستلو فیصله کړې ده.
داپه داسې شرائطوکې دي چې د سویډ زیاتره ښاریز له قرآن سوځونې سره پخلا نه دي او د سویډ دعموي چینل له خوا وروستۍ یوې نظر غوښتنې ته څه دپاسه نیمو ځواب ورکونکو وئيلي دي ، چې دقرآن په شان د مقدسو کتابونو د سوځولو له ممنوعیّت سره موافق دي .
په همدې ارتباط او د میزان خبری آژانس د پروني راپور په اساس، د سویډ دمهاجرت محکمې دغه عراقي پناه غواړی ملهد سلوان مومیکا له ویستلو سره چې څو ځله ئې په سویډ کې د آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی موافقه کړې ده .