امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i146704-امنیت_شورا_سبا_د_افغانستان_د_وضعیت_په_اړه_غونډه_کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، سبا دوشنبه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه لري.
(last modified 2024-02-25T06:24:59+00:00 )
Feb 25, 2024 10:52 Asia/Kabul
  • امنیت شورا سبا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، سبا دوشنبه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه لري.

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۶( حوت اووم) د بندو دروازو شاته په یو غونډه کې د افغانستان په وضعیت باندې خبرې وکړي.

د دغې شورا په انټرنیټي پاڼه باندې لیکل شوي چې دا غونډه به د دغې شورا د غړو او د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په ګډون د نیویارک پر مهال د سهار پر لسو بجو پیل شي او په ځانګړي ډول به په کې د افغانستان لپاره د عمومي منشي د ځانګړي استازي د ټاکلو په سر سلامشورې وشي.

په ملګروملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ددې غونډې په اړه تیره اونۍ د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه خبرې وشي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) په ۲۷۷۱ پریکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه، ترڅو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیر کړي.

ملګروملتونو عمومي منشي د همدې پریکړه لیک د سپارښتونو پر اساس تیره اونۍ په قطرکې د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو یوه غونډه هم جوړه کړې وه.

پدې پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونیو ګوتریش څخه غوښتل شوي چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکی تر څو د ملګروملتونو د عمومي منشي د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سپارښتنې په ځانګړې توګه د جنسیت او بشري حقونو په برخې کې عملي کړي.

دا پریکړه لیک په ۱۳ موافقو رایو سره د امنیت په شورا کې تصویب شو، خو روسیې او چین دغه پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې وه.