د روسيې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i147698
د روسیې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د دې هېواد په ختیځو سیمو کې د سیمې په وخت نن سهار ۸ بجې پیل شوې، چې تر راتلونکو دوه ورځو به دوام وکړي. د روسي رسنیو د راپورونو په اساس، په دې هېواد کې له ۹۰ زرو څخه زیات د رایې ورکولو مرکزونه فعال شوي.
(last modified 2024-03-15T08:16:15+00:00 )
Mar 15, 2024 12:44 Asia/Kabul
  • د روسيې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

د روسیې د ۲۰۲۴ کال ټاکنې د دې هېواد په ختیځو سیمو کې د سیمې په وخت نن سهار ۸ بجې پیل شوې، چې تر راتلونکو دوه ورځو به دوام وکړي. د روسي رسنیو د راپورونو په اساس، په دې هېواد کې له ۹۰ زرو څخه زیات د رایې ورکولو مرکزونه فعال شوي.

دې ټاکنو کې څلور نوماندان لئونید اسلوتسکي، نیکولای خاریتونوف، ولادیسلاو داوانکوف او د روسيې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ چوکۍ ګټلو لپاره سیالي کوي.