Mar 17, 2024 12:36 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل چآپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم  ځینی نوره بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،نو هیله د ه د استفادې وړ مو وګرځي.

    نو دا هم د تهران چاپ  ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د کلتور او هنر  له چاروالو او  مینه والو سره  په زړه پورې  او ولولناکې ناستې کې  ووئيل، کلوري توانمني  د دفاعي او اقتصادي  توانمنیو په څير د هیواد لپاره د اقتدار رامینځة کونکی یو  عنصر دی.

ورځپاڼه  په دوام کې لیکي،د عراق د مقاومتي  چورلیز  مسئولانوخبرداری ورکړ، که نیواکګر له عراقه ونه وځي ،نو پر دوي به د جهنم دروازې پرانیزو.

د صهیونیسټي رژيم  یدیعوت آحارونوت ورځپاڼې په یوه وروستي راپور کې په ډ اګه وئيلي دي، چې  د فلسطین حماس غورځنګ به مونږ ته  ماته راکړي.

 ورځپاڼه په دوام کې بیا  لیکي ،په سوډان کې د سیاسی ترینګلتیاؤ  له دوام سره په یووخت  په بشر دوستانه چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس  په سوډان کې د انساني غمیزې د  رامینځةکیدا په باب خبرداری ورکړ.

د  مقاومتي چورلیز   د حماس ، اسلامی جهاد ، د فلسطین دآزادۍ لپاره د جبهې، او دیمن  د انصار ا... ولسی غورځنګ   د مبارزو مسئولانو په یوې کم ساري ناستې کې  چې په وروستیو شپو ورځو کې   په  راتلونکي مرحلې کې د فلسطین د مظلوم  ملت د ملاتړ لپاهر د لازمو غږملتیاؤ د ترسره کولو لپاره  سره غونډ شوي ، له اسرائيلی وحشي جنایتکارو سره ئې د جنګ پر دوام ټينګار  کړی دی.

د اوکراین  دمیداني ناکامیو په  او ج کې فرانسې ، جرمني او پولینډ  اوکراین ته د لرواټنه وسلو د لیږد لپاره  نوی ائيتلاف جوړ کړ.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ  اون  د  جنګ لپاره د شمالي کوریا د بشپړ چتووالي غوښته وکړه.  

         داهم د تهران چاپ  جمهوری اسلامی  ورځپاڼه  ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم  د یوه پخواني امنیتی  چارواکي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وئيلي دي، د ایران دویشل کیدا هیله به  له ځان سره ګور ته یوسي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،فارن پالیسي خپرونې پخپل وروستي راپور کې  په ډاګه وئيلي دي،  چې د روسیې پوځ د   ورپسې جنګ د پیلیدا لپاره ځان چمتوو کوي.

د امریکا  د مسلمانانو مشرانو  د تل ابیب په وړاندې د واشنګټن په سپيرو دریځونو باندې په اعتراض کې د سپينې ماڼئ له  چارواکو سره  دغونډې ترسره کیدا رد کړه .

د امریکا بې خوده  ولسمشر جوزف بایډن په یولړ ناڅاپي  څرګندونو کې د  اسرائيلو دلومړي وزیر بینیامین  نتن یاهو   دڅنګة کولو په باب دخپل دریځ په بیانولو سره ووئيل، د نتنیاهو د لیریکیدا په باب د سناتور شومر  څرګندونې ډيرې ښې وې.

 د ایټالیا  خارجه وزیر  په ډ اګه کړه ، اوکراین ته د ناټو دعسکرو لیږدول  ددریم نړیوال جنګ د پیلیدا په معنا ده .

د لبنان د حزب ا... ولسی  غورځنګ  مسئولانو  جدي خبرداری و رکړی ،که  وحشي صهیونیسټان جنګ  پراخ کړي ،نو مونږ به دغه جنګ نوره هم پراخ کړو او بیا به د نیواکي ټاټوبی  او په نورو سیمو کې د جنایتکارو  هیڅ ځاي خوندي پاتې نشي.

د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې  یونیسف ادارې په یوه  وروستي راپور کې لیکلی دي ، د سورې  کابو اوه اعشاریه  پنځه میلیون ماشومان  دانسان دوستۍ مرستو ته اړتیا لري.

د وحشي صهونیسټي  رژيم په  بې آمانه بمباریو کې د غزې په جنوب ختیځ کې یو بل فلسطینی خبریال هم  شهید شو.

د امریکا د پنسلوانیا  ایالت په ختیځ کې د فالس ټاؤن شپ په ښار کې د شنبې په سهار د مرګوني ډزو له امله درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان  شوي دي.

د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت  سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره په ټيلیفوني تماس کې د مبارکۍ په وئیلو سره  د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې  او د سوداګرۍ د  چارو د آسانتیاوو په تړاو خبرې کړي دي.

 داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده  په انټرنیټي سایټ کې ئې نن  لیکلي دي،  د ایران د اسلامی جمهوریت د  خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني  دیوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلو د یوه پخواني  امنیتی چارواکي و درووستیو  څرګندونو په غبرګون کې چې د ایران د ویشل کیدا خبره ئې کړې، وئيلي دي، دغه شان څرګندونې په وروستیو  سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کې  دجنایتکارو  اسرائيلیانو  د لالهاندۍ او  لړزانتیا  ښودنه کوي او دغه شان  هیلې به  ګور ته له ځان سره یوسي.

 ورځپاڼه په دوام کې لیکلي ، د امریکا پخواني کرغیړن  ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا  ګواښ کړی دی که د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټول ټاکنو کې  بریالي نشي ، نو  د وینو ویالې به  وبهیږي.

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... ووئيل، اسرائيل چې  له دې مخکې ئې  د  حماس غورځنګ نابودي  خپل اصلي هدف اعلان کړی  ؤ ،اوس د مینګړو له لارې  له هماغه  حماس ولسی مبارز غورځنګ سره  خبرواترو کولو ته مجبوره  شوی دی.

د مصر خبری سرچینو  قاهرې ته د  امریکا د استخباراتي ادارې  سی آئي اې  دمشر د پټ  سفر په ایشواکولو سره وئيلي دي ، امریکا د غزې تړانګې په جنګ کې د خپل ځان او ا سرائيلو د لارسوائۍ  د مخنیوي  او  دغه راز د  مسلمانانو دعمومي افکارو د دباؤ د کمولو  لپاره په هڅو کې  د بشر دو ستانه اور بند په ټينګیدا ټينګار کوي، خو  حماس غورځنګ هماغه راز د اوربند په باب پر خپلو مخکینیو  شراطونو ټینګتیه  کوي.

د یمن د پوځ  ویندوي جنرال یحیی سریع  په یولړ څرګندونو کې  یو ځل بیا روښانه کړه، په سرۀسمندر او باب المندب  سمندري لارو کې به  داسرائيلو او نیواکي ټاټوبو ته  دتلونکو سمندری تجارتي کشتیو  په ضد خپلو عملیاتو ته تر هغه مهال دوام ورکړي چې د فلسطین د غزې تړانګې  په ضد  د وحشي صهیونیسټانو   جنایتونه  پاي ته نه وي رسیدلي.

د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په شمالی وزیرستان کې  د تحریک طالبان وګړو دامنیتی پستو بانډې په ډله ایز ځان مرګي برید کې پسته ویجاړه کړې ده، وروستي راپورونه ښئ چې په دغه  برید کې  د دوو افسرانو په شمول  اوه پاکستاني پوځیان  وژل  شوي او شپږ ترهه ګر هم هلاک شوي دي.

Image Caption

 

 اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکوو، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي.

 د کابل چاپ  هشت صبح ورځپاڼې  لیکلي دي ، هندي رسنیو راپور ورکړی چې ناپېژاندو کسانو په دغه هېواد کې د افغانستان، ازبکستان، افریقا او د مینځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو پر زده‌کړیالانو د چړو او ډبرو ګوزارونه کړي دي.

 ورځپاڼه لیکي ،د انډّین اېکسپرېس ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، دا برید پرون ناوخته دهند  د ګوجرات پوهنتون د خوب‌خونې په سیمه کې پر بهرنیو زده‌کړیالانو د تراویح لمونځ کولو پرمهال شوی دی.د دې برید په پایله کې لږترلږه پنځه زده‌کړیالان ټپیان شوي دي.

د برید ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپره شوې دي. بریدکوونکو د زده‌کړیالانو پر خونو هم برید کړی او د هغوی «لېپ‌ټاپونو، ټیلفونونو او موټرسایکلونو» ته یې هم زیان اړولی دی.

یو شمېر هندي رسنیو بریدکوونکي «لنډغر» بللي دي.

د يادونې وړ ده چې اوس‌مهال د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې زرګونه افغان زده‌کړیالان پر زده‌کړو بوخت دي.

 

 

                   داهم د کابل مسیر ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي پاڼې کې ئې لیکلي دي ، د  افغانستان  حکومت په دغه هیواد کې د ملګروملتو له خوا د یوناما  ادارې د  ماموریت دتمدیدیدا  هرکلی کړی او وئیلي ئې دي باید  په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د ولس په هوساینه او خیر ښيګڼې کې  ملګري ملتونه خپل  غوره او مثبت رول ولوبوي.

په پنجشیر ولایت کې  د پاسپورټ   دمدیریّت ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي  دي،  سږکال ئې   کابو ۷۲میلیون افغانۍ عایدات ټول کړي دي.

د افغانستان خارجه وزیر مولوی امیر خان متقي د پاکستان نوی خارجه وزیر اسحاق ډار ته د مبارکۍ د پیغام په لیږلو سره   هیله وښودله د پاکستان نوی حکومت د افغانستان  له حکومت سره دوه اړخیزې اړیکې د متقابل احترام په اساس پراخې  او د کډوالو په مشکلاتو کې  د آسانتیاؤ هڅه وکړي.

  (سیماب)

******************************************************

 

ټیګونه