Mar 21, 2024 07:15 Asia/Kabul
  • د پیغمبر (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات تسلیت ومنئ

نن (پنجشنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې لسمه چې د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ له ۲۱مي نېټې سره سمون لري، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د ګرانې مېرمنې حضرت خدیجې (س) د وفات له کلیزې سره برابره ده.

حضرت خدیجه (س) چې د قریشو له مشهورو او شتمنو مېرمنو څخه وه، د اسلام له پیغمبر (ص) سره یې له بعثت څخه پنځلس کاله مخکې واده وکړ.

دا بزرګواره مېرمن، لومړنۍ ښځه وه، چې د رسول الله(ص) په رسالت یې ایمان راوړ او په خپل ټول قوت او مال سره، د اسلام د خدمت لپاره راپاڅېدله.

له اسلام څخه مخکې هم حضرت خدیجه (س) ته د هغې د غوره صفاتو او د اخلاقي ښېګڼو او پاک لمنۍ له امله، د طاهره لقب ورکړل شوی وو.

د حضرت خديجې (س) شتون د پیغمبر اکرم (ص) لپاره دومره مهم وو، چې پېغمبر اکرم (ص) د دې سترې مېرمنې مړينه يوه ستره غميزه وبلله او د حضرت خديجې (س) او د خپل بل ستر ملاتړي یعنې د خپل تره حضرت ابو طالب (ع) د وفات کال یې "ام الحزن" یعنې د غم کال ونومولو.

حضرت خدیجې (س) شپږ اولادونه په خپل غیږ کې را لوی کړل، چې په هغو کې حضرت فاطمه (س) ځانګړی مقام لري. هغه نجلۍ چې د اسلام له پیغمبر (ص) او د نړۍ د اهل تشیع له لومړي امام حضرت علي (ع) وروسته ، د اسلام رهبري د هغې له نسل څخه راڅرګنده شوه او دوام لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او ټلویزیون اداره د خدیجې(س) د وفات د کلیزې رارسېدو په مناسبت، ټولو مسلمانانو او د اهل بیت علیهم السلام مینوالو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ټیګونه