Mar 21, 2024 16:43 Asia/Kabul
  • ګارډین، اسوشیټیډ پریس او واشنګټن پوسټ: فلسطینی ماشومان، ماشومان نه دي!

د ټمبلر ټولنیزې شبکې یو کارونکي په یوه پوسټ کې د فلسطین ماشومانو په غیر انساني بیانولو کې د ځینو غربي رسنیو د ناوړه رول په اړه خبر ورکړ.

دې کارونکي لیکلي: دغه رسنۍ په دې جنایتونو کې ښکیلې دي چې فلسطینیان یې د هغو اصطلاحاتو په کارولو سره غیر انساني بولي چې دوی یې کاروي.

 که دا رسنۍ ماشومان ماشومان نه شي ویلای، نو دوی د دوی په اړه څه فکر کوي؟

Image Caption

 

 

د ټولنیزو رسنیو یاد کارونکي هغه انځورونه چې خپاره کړي، ښکاري چې مشهورې رسنۍ اسوشیټیډ پریس، ګارډین او واشنګټن پوسټ ورځپانې د دې پر ځای چې ماشومان ووایي، له اتلس کلنۍ څخه کم عمره کسان یې بولي او د دې پر ځای چې د هغوی د وژل کېدو خبره وکړي، د هغوی لپاره د مرګ په مانا کاروي.

د اسرائیلي رژیم د جعلي وجود له پیل څخه تر اوسه پورې، په زرګونو بې ګناه فلسطینیان شهیدان، زخمیان او په میلیونونو خلک بې کوره شوي دي، په عین حال کې ځینو غربي رسنیو د دغه رژیم د انساني ضد چلندونو په پټولو سره د دغه رژیم د نورو جنایتونو لپاره لاره هواره کړې ده.

 

ټیګونه