Mar 31, 2024 07:34 Asia/Kabul
  • سویډن د اسرائيلو په ملاتړ کښې د فلسطین ملاتړي محاکمه کوي

د سویډن چارواکو یوشمیر کسان په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو باندې د اعتراض په خاطر تر قضايي تعقیب لاندې راوستل.

د فبرورۍ په ۱۴ مه د سویډن په پارلمان کې د یوې غونډې په ترڅ کې د فلسطین ملاتړو د ستاکهولم د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا د معرفي کولو په خاطر د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر "توبیاس بلستروم" وینا ودروله او د فلسطین په ملاتړ کښې یې شعارونه ورکړل او په غزې کښې یې د صهیونیسټ رژیم حملې د نسل وژنې په توګه بللې وې.

د اناتولي خبري آژانس د خبر له مخې، بلسټروم په دغې وینا کښې له هغه څه ملاتړ وکړ چې د حماس خلاف د صهیونیسټي رژیم د «شخصي دفاع» ادعايي حق وبلل شو.

په عین حال کښې د فلسطین یو ملاتړي معترض د هغه خبرې غوڅې کړې وې او په چغه یې وویل: اسرائیل په نسل وژنې لګیا دی، ته څنګه له دغه کار څخه ملاتړ کوې شې؟

د دغې غونډې د ګډوډیدو په دوام کښې هم معترضانو خپل شعارونه جاري وساتل او ویې ویل: ټول ویني او اوري چې په غزه کښې څنګه ماشومان مري.

امنیتي ځواکونو بیا دغه کسان له ودانۍ اوباسل او د غونډې په ګډوډولو یې تورن کړل او یو کس یې اوس هم د پولیسو په توقیف کښې دی.

سویډن له کلونو راهیسې ځان د فلسطین د یو ملاتړي اروپايي هیواد په توګه ښودلی دی او حتی په ۲۰۱۴ کال کښې د اروپايي اتحادیې په هغه اولني غړي بدل شو چې د فلسطین هیواد یې په رسمیت وپیژنده. خو له دغې پيښې یوه لسیزه پس، سویډن په امریکې پورې د پيئلي حکومت د رامینځته کیدو په وجه د صهیونیسټي رژیم په یو تندلاري ملاتړي بدل شوی دی.

 

 

ټیګونه