د امنیت شورا په غونډه کښې د ایران پر سفارت د اسراییلو د برید غندنه
په سوریه کې د ایران د سفارت پر کنسولي برخې د اسراییلو د برید په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه د صهیونیسټانو له ترهګرو اقداماتو د هیوادونو په سختې او څرګندې نیوکې سره ترسره شوه.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د نمایندګۍ مرستیالې «زهرا ارشادی» په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت دغه بوږنونکي جنایتونه او ناځوانمردانه ترهګرې حملې په کلکه غندي، وویل: د اسرائیلو رژیم د ملګرو ملتو د منشور، د نړیوالو قوانینو او د سوریې د عربي جمهوریت د واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څرګنده خلاف ورزي کړې ده.
د آسیا او اوقیانوسیې او د لویدیځې آسیا په چارو کښې د ملګرو د سرمنشي مرستیال «محمد خالد الخیاري» هم په دغې غونډې کښې په سوریه کښې د ایران په سفارت باندې د اسرائیلو د برید په غندلو سره څرګنده کړه: د سفارتي او کنسولي ځایونو او پرسنل خوندیتوب باید په ټولو مواردو کښې د نړیوالو قوانینو مطابق رعایت شي.
په ملګرو ملتو کښې د روسیې دائمي استازي «واسیلي نبنزیا» Vasily Nebenzya هم په سوریې کښې د ایران په سفارت باندې د اسرائیلو د حملې په غندلو سره وویل: د اسرائيلو اقداماتو د منلو وړ نه دي، ځکه چې په ټولو حالاتو کښې ډیپلماټک کسان او پلاوي باید خوندیتوب ولري.
په ملګروملتونو کښې د چین د استازی مرستیال هم د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږی څرګنده کړه او ویې ویل د اسرائیلو دغه اقدام د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا خلاف ورزی ده.
په ملګروملتونو کښې دسوریې استازي قصی الضحاک هم دغه حمله وغندله او د امنیت شورا په غونډې کښې یې وویل: د اسرائیلو حملې د فلسطین دخلکو دحقوقو په ملاتړ او له نیواکي جولان څخه د نیواکګرو د بیرته ستنولو په لړ کښې د سوریې ولس له خپلو ملی او پرېکنده دریځونو څخه نه شي اړولی.
په ملګرو ملتو کښې د سویټزرلینډ استازي هم وویل: سویس په دمشق کښې د ایران په سفارت حمله په کلکه غندي، ځکه چې دغه شان اقدامات په سیمه کښې د کړکیچ کچه ډیره لوړه کړې ده.
په دغه کتنه کښې د سلوانيا استازي د ايران په سفارت باندې د اسرائيلو حمله وغندله او څرګنده يې کړه چې ټولې خواوې بايد د امنيت د شورا د ٢٧٢٨ پريکړه ليک په ګډون د ټولو پرېکړو احترام وکړي.
په ملګروملتونو کښې د الجزایر استازی هم د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږی څرګنده کړه او ویې ویل: د اسرائیلو د نیواکګر رژیم له خوا له نړیوالو مکلفیتونو څخه د سرغړونې دغه ډول پیښې د توجیه او زغم وړ نه دی.
په ملګروملتونو کښې د ګیانا هیواد سفیر او استازي هم په سوریې کښې د ایران په سفارت د اسرائیلو د حملې په غندلو سره د هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا په حق ټینګار وکړ.
په ملګروملتونو کښې د موزمبیق استازی هم په دمشق کښې د ایران په سفارت د اسرائیلو حمله د نړیوال امنیت او نړیوالو قوانینو خلاف ورزی وګڼله.
په دغه غونډه کښې د انګلستان، فرانسې، جاپان او جنوبی کوریا په شان د د امریکې په لاره روانو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم د حملو له غندلو څخه ډډه وکړه. دغو هېوادونو یوازې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو په اړه اندېښنه وښودله.
صهیونیسټ رژيم د دوشنبې په ورځ په دمشق کښې د ایران د سفارت د قونسلګرۍ برخه په نښه کړه او له نړیوالو قوانینو څخه یې په سرغړونې لاس پورې کړ. په دغه برید کې د اوو ایراني دیپلوماتانو او د سیمې د امنیت د دفاع د سلاکارانو په ګډون دیارلس تنه شهیدان شول.
د ایران ځیني پوځي ځواکونه د سپاه د قدس ځواک په چوکاټ کښې په لویدیځې آسیا کښې د امنیت له ساتنې سره د مرستې او له ترهګرۍ په تیره بیا داعش ترهګرې ډلګۍ سره په مبارزه کښې د سوري پوځیانو د مرستې په لړ کښې د سوریې د حکومت په غوښتنه او بلنه په دغه هیواد کښې شتون لري.