May 26, 2024 12:39 Asia/Kabul
  • د فرانسې له استعمار سره شخړه؛ د فلسطینیانو له برخلیک سره په مخامیدا کیدا د نوي کالدونیا د وسیدونکو ویره

پارس ټوډې – په نوي کالدونیا (New Caledonia)کښې د رایو د اچولو د نویو قوانینو د پلي کولو لپاره د فرانسې د حکومت د پلان پرضد اعتراضونه له نولس سوه اتیایمې میلادي لسیزې څخه په ارام اوقیانوسیې کښې واقع د فرانسې په دغه قلمرو کښې په تر ټولو مرګوني تاوتریخوالي بدل شوي دي؛ په نوي کالدونیاکښې ناکراریانو د نویو ورغلیو خلکو او د استعمارګرانو د لمسیو او د ځاي وسیدونکو ترمینځ پټ پاتې اختلافات راښکاره کړي دي.

په نوي کالدونیا کښې پراخ اعتراضونه څه موده مخکې د فرانسې په پارلمان کښې د دغه سیمې په انتتخاباتو کښې د انتخاباتي بدلونونو له تصویبیدا وروسته پیل شول؛ دغه بدلونونه سبب کیږي هغه فرانسویان چې لس یا له لسو ډیر کلونه یې په دغه سیمه کښې ژوند کړی دی د رایې د اچولو حق لري.

نوي کالدونیا چیرې ده؟

نوي کالدونیا په هند اوقیانوسيې او ارام اوقیانوسیې کښې له پینځو جزیرو څخه یوه جزیره ده چې د فرانسې تر کنټرول لاندې ده او دغه جزیره ډیرې طبیعي سرچینې لري او په ارام اوقیانوسیې کښې د پاریس د نفوذ د زیاتولو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د پروګرام چورلیز دی.

نوي کالدونیا سیمه کابو درې لکه نفوس لري او د اسټرالیا او د فیجي هیوادونو ترمینځ پرته ده او د فرانسې د باندې د پاریس  یوه تر ټولو ستره ځمکه او په ارام اوقیانوسیې کښې د یوه قدرت په توګه د پاریس د ادعا مهمه برخه ده؛ له دې سره سره کاناک ځايي خلک مودې مودې کیږي چې د فرانسې له استعمار څخه خپه دي او د خپل ټاټوبي د حالت د بدلولو هڅه کوي.

په حقیقت کښې وروسته له دې چې فرانسې دغه ټاټوبی په اتلس سوه درې پنځوس میلادي کال کښې ونیوه پاریس په هدفمن ډول دغه سیمه له فرانسوي  ښاریزو ډکه کړه.

له دې کبله مودې مودې کیږي چې له فرانسې څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په هکله په نوي کالدونیا سیمه کښې تاوتریخوالي زیات شوي دي.

نوي کالدونیا ولې د فرانسې لپاره مهمه ده؟

فرانسې چې په زیاتیدونکي ډول یې په افریقا کښې پخوانیو مستعمرو کښې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی په نوي کالدونیا او په حقیقت کښې په خارج یعني په هند او ارام اوقیانوسیې کښې د پیاوړي قلعې ساتل په سیمه کښې د نفوذ د حوزې د ساتلو لپاره د خپل تر ټولو ستر لرلید مهمه برخه ګڼي.

پاریس د فرانسې د شرکتونو ګټې په سیمه کښې د قدرتمن شتون په ساتلو او دغه راز د کشتیو د تګ راتګ مهمو لارو ته په لاسرسي لرلو کښې ګڼي؛ په عین حال کښې فرانسه  خپل ځان د چین او د امریکا  په تیره بیا د جنوبي چین د سمندر او د ټایوان پر سر د تاوتریخوالو په تنظیمولو کښې د انډول د قدرت په توګه ګڼي او په سیمه کښې په دائمي شتون سره ځان په داسې موقعیت کښې ورولي چې د یوې سمندري شخړې په بڼه کښې جدي غبرګون وښيي.

پولي نیشیا، والیس و فوتونا او کلیپرټون په ارام اوقیانوسیې کښې د فرانسې نورې سیمې دي په داسې حال کښې چې مایوت او ریونیون له څو نورو هیوادونو سره یوځاې په هند اوقیانوسیې کښې واقع دي او دغه ټاټوبي یو اعشاریه پینځه شپيته میلیونه نفوس لري.

د نوي  کالدونیا سیمې خلک د اروپايي هیواد فرانسې په ګټه د اساسي قانون د بدلولو په هدف سره د فرانسې په سلطې غوښتنې اعتراضونه لري او دغه اعتراضونه د خلکو د وژل کیدا سبب هم شوي دي او دغه اعتراضونه نور هم په زیاتیدا دي.

د استعمارګرانو د لسمیو چې غواړي نوي کالدونیا د فرانسې د یوې برخې په توګه پاتې شي او له خپلواکۍ وروسته د کاناکانو ترمینځ تاوتریخوالو له لسیزو راهسې دوام لرلی دی؛ د یاد شویو انتخاباتي بدلونونو هدف د نوي کالدونیا د ولایتي انتخاباتو لپاره د رایو د ورکونکو د شمیر زیاتیدل اعلان شول ، داسې اقدام چې د خپلواکۍ د پلویانو د غورځنګ لخوا وغندل شو.

د پوهنتون یوه لوړرتبه ټولن پیژاند مدرس په دې هکله وویل د بې عدالتۍ او د غصې په هکله عمومي احساس شته؛ په دې سربیره د کاناک د نفوسو د له مینځه تلو او یا د نورو نفوسو په ودې سره د دوې د له مینځه تلو احساس شته.

په نوي کالدونیا کښې د اعتراضونو یو مشر باوري دی که چیرې نن ورځ په هیواد کښې تاوتریخوالی شته په حقیقت کښې هغه تاوتریخوالي ته داسې ځواب دی چې د استعمار له وخت څخه تر نن ورځې پورې په دغه ټاټوبي ورتپل شوی دی.

د نوي کالدونیا د مجمع الجزایر د ځوانانو لپاره استعمار کومه د تیر وخت خبره نه ده ؛بلکې دوې فرانسه د خپلو فرصتونو د له لاسه ورکولو عامل ګڼي.

په نوي کالدونیا کښې اعتراضونه چې څو کسان پکښې ووژل شول سبب شول  چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون په دغه ټاټوبي کښې بیړنی حالت اعلان کړي.

هماغه ډول چې اشاره ورته وشوه نوي کالدونیا په اتلس سوه شپیتمې میلادي لسیزې کښې د فرانسې په مستعمرې بدله شوه؛ د فرانسې په استعمار لومړنی اعتراض په اتلس سوه اته اویایم میلادي کال کښې شوی و  چې د فرانسې عسکرو پکښې اته سوه کاناک وګړي وژلي وو او زرګونو نور یې جلاوطن کړي وو؛ ځینې ځايي قبائیل هم له دغو اعتراضونو وروسته له نقشې ختم کړی شول.

نوي کالدونیا ته د کورواکۍ د ورکولو ژمنې داسې وعدې وې چې د فرانسې چارواکو تل هغه مطرح کړې خو دغه ټولې ژمنې په نهایت کښې د اعتراضونو او د غوښتنو د ځپل کیدا سبب کیدې چې تاوتریخوالي پکښې کارول شوي وو.

په نهایت کښې فرانسې په نولس سوه اته نویم میلادي کال کښې له نوي کالدونیا سره د یوه تړون په لاسلیک کولو سره د استعمار د ختمولو لپاره شل کلن بهیر وټاکه چې د دغه ټاتوبي د خلکو  له ملاتړ سره مخامخ شو.

په هر حال  له نیکلو بډایه نوي کالدونیا چې د فرانسې  الډوراډو کیدلای شوه همدا اوس د پاریس لپاره په یوه ساعتي یعني ټایم بم بدله شوي ده؛ نوي کالدونیا د دنیا د نیکلو دیرش فیصده زیرمې لري.

نیکل د زنګ ضد فولادو په جوړولو او دغه راز په الیکټرونیکي شیانو کښې د استفادې وړ د بیټریانو د جوړولو لپاره ضروري ماده ده.

د دوه زره نولسم میلادي کال د سرشمیرنې پراساس د نوي کالدونیا څه د پاسه یوڅلویښت فیصده خلک کاناک او څلرویشت فیصده یې اروپايان وو  او کاناک خلک له زیاتې بې وزلۍ او د کمو معاشونو په شمول له ډیرو ټولنیزو اقتصادي مشکلاتو مخامخ دي.

د فرانسې د نیکل تړون د نوي کالدونیا د اصلي خلکو لخوا د استعماري تړون په توګه معرفي کیږي.

 

ټیګونه