اسرائيلو په غزه کښې له جنګي قوانینو سرغړونه کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i149584
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو دفتر د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا د جنګي قوانینو د پراخې خلاف ورزۍ خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-06-21T03:10:29+00:00 )
Jun 21, 2024 07:31 Asia/Kabul
  • OHCHR
    OHCHR

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو دفتر د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټي رژيم له خوا د جنګي قوانینو د پراخې خلاف ورزۍ خبر ورکړی دی.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو دفتر OHCHR)  پرون په یوې ارزونې کښې د غزې په تړانګې د اسرائیلو د بریدونو په ارزونه کښې چې د پراخې مرګ ژوبلې او د غیرپوځي بیخ بیناؤ د ویجاړیدو لامل شوې دي، وویل: د صهیونیسټي رژیم پوځیانو په دوامداره توګه د جنګ د قوانینو بنیادي اصول تر پښو لاندې ړکړې د ي او په غزې تړانګې کښې یې په خپلو پوځي عملیاتو کښې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمینځ هیڅ فرق نه دی کړی.

د ملګرو ملتو د بشري حقوقو لوړ کمشنر فولکر ترک هم په دې هکله وویل: د اوزارو او د جنګ د هغو طریقو غوره کول چې ترڅه حده ملکي خلکو ته د تاوان رسیدو مخنیوی کوي او هغه کمترین حد ته رسوي، په غزې باندې د اسرائیلو په حملو کښې په دوامداره توګه ترپښو لاندې شوي دي.

خو د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د دفتر د دغه رپورټ له خپریدو وروسته په ملګرو ملتو کښې د صهیونیسټي رژیم پلاوي یاد رپورټ «نیمګړی» وباله.

په دغه رپورټ کښې د اکتوبر له ۷ نه د دسمبر تر دویمې نیټې پورې د صهیونیسټي رژیم د شپږو حملو جاج اخیستل شوی دی.