د بریتانیا لومړي وزیر استعفا ورکړه
Jul 05, 2024 12:42 Asia/Kabul
د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک استعفا ورکړې او پر ځای به یې د بریالي ګوند مشر کایرسټارمر د نوموړي ځای ناستی وټاکل شي.
د بریتانیه لومړي وزیر ریشي سوناک چې ګوند یې له څوارلس کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل ماتې خوړلې، له خپلې دندې استعفا ورکړې.
سوناک پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، خپل ټول ژوند یې دغې دندې ته وقف کړی و خو د خلکو قضاوت بل څه و او هغه د ولس قضاوت غوره بولي.
نوموړي په داسې حال کې خپله دنده پریږدي چې د کایر سټارمر په مشرۍ کارګر ګوند د برېتانیا پارلماني ټاکنې وګټلې.
د اعلان شویو رایو له مخې کارګر ګوند د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه څه باندې ۵۰۰ څوکۍ ګټلې دي.
د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک هم د خپل ګوند ماتې منلې او د کارګر ګوند د بریا مبارکي یې ورکړې ده.
ټیګونه