غربي رسنیو څه ته ازادي وایي؟
پارس تودی- د ایکس د ټولنیزې شبکې یو ایرانی کاروونکی په یوه ټوییټ کې د سوریې په پېښو کې د غربي رسنیو رول ته په اشارې سره د ازادی د مفهوم په هکله د لوېدیځو رسنیو په دوه ګونې چلند سختې نیوکې کړي دي.
په ایکس ټولنیزه پاڼه کې ایرانۍ کاروونکې الهام عابدینی د سوریې د دمشق ښار دپاسه له اور او لوګي څخه د یوه انځور په خپرولو سره، ولیکل: دلته دمشق دی او اسرائیل د سوریې په پلازمینې باندې هوایي بریدونه کوي. د پارس تودی له راپور سره سم، عابدیني زیاته کړه: دا بریدونه په داسي حال کې تر سره کیږي چي صهیونیستي رژیم همداشان د اوربند سره سره د لبنان په جنوبي سیمو باندې بریدونو ته دوام ورکړي او غزه هم بمباروي.
عابدیني په دوام کې جوته کړه: دا همهغه څه دي چي غربي رسنیو ورته ازادي وایي!
د ویلو ده، د سوریې له بدلونونو وروسته او د ترهګرو له لورې د دمشق نیواک، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر (بنیامین نتانیاهو) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چي سوریې سره د جولان د سیمې په هکله د (انفصال) تړون چي په ۱۹۷۴ کې لاسلیک شوی وو، نور اعتبار نه لري او اسرائیلي ځواکونه به د جولان ټولې سیمې او د سوریې ځینې برخې اشغال کړي.
د رسنیو له راپورونو سره سم، صهیونیستي رژیم تر دې دمه د سوریې قنیطریې ولایت په بشپړه توګه لاندې کړې او ۱۴ کیلومټره د دمشق په لورې پرمختګ کړي دي.