د هند او پاکستان د شخړې استعماري ریښې
(last modified Sat, 10 May 2025 08:50:07 GMT )
May 10, 2025 13:20 Asia/Kabul
  • د هند او پاکستان د شخړې استعماري ریښې

پارس‌ ټودی - د هند او پاکستان ترمنځ شخړه د اوږدې مودې راهیسې د سویلي آسیا یوه له پیچلو او دوامداره شخړو څخه ده، چې ریښې یې د بریتانیا استعماري دورې ته ورګرځي او د بریتانیا، د پخواني استعماري ځواک په توګه، د دې شخړې د جوړولو او دوام ورکولو کې رول  لري.

بریتانیا، د هند په شبه‌ قاره کې د استعماري ځواک په توګه، د خپلو تاریخي پرېکړو، اقتصادي پالیسیو او معاصرو اقداماتو له لارې د دې شخړو د جوړولو او دوام ورکولو کې مهم رول لوبولی او د خپل استعماري دورې پر مهال یې داسې پرېکړې وکړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د دوامداره شخړو لامل شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ تاریخي شخړه د هندي شبه‌قارې په استعماري تاریخ او په ۱۹۴۷ کال کې د هغې په وېش پورې اړه لري.

په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانیا له خوا د هند څخه د وتلو پرېکړې وروسته، چې البته د مهاتما ګاندي او محمد علي جناح په مشرۍ د کلونو استعمار ضد مبارزې وروسته ترسره شوه، د هند او پاکستان د دوو خپلواکو هېوادونو د جوړېدو بهیر پیل شو، چې د نن ورځې ډېرو شخړو، په تېره بیا د کشمیر پر سر، بنسټ یې کېښود.

 هندوستان د استعماري خطونو پر بنسټ په دوو خپلواکو هېوادونو، هند (د هندوانو په اکثریت) او پاکستان (د مسلمانانو په اکثریت) ووېشل شو.

د رادکلیف خط له لارې د سرحدونو ترسیم، پرته له دې چې جغرافیایي او کلتوري واقعیتونه په پام کې ونیول شي، د پراخو تاوتریخوالو او د میلیونونو کسانو د بې‌کورۍ لامل شو.

په ۱۹۴۵ کال کې، د بریتانیا حکومت، د هغه وخت د لومړي وزیر کلمنټ اټلي په مشرۍ، پرېکړه وکړه چې د هند استعمار پای ته ورسوي. د دې بهیر د مدیریت لپاره، لارډ لوئي مونټ‌باټن د ۱۹۴۷ کال په فبروري کې د هند د وروستي نایب‌السلطنه په توګه وټاکل شو.

مونټ‌باټن، چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د پوځي قوماندان په توګه یې دنده ترسره کړې وه، دنده درلوده چې تر ۱۹۴۸ کال د جون پورې د هند خپلواکي ترلاسه کړي، خو هغه دې پایلې ته ورسېد چې د هند ملي کانګرس او د مسلم لیګ (د مسلمانانو اتحادیې) ترمنځ اختلافات حل نه کېدونکي دي او د شبه‌قارې وېش یوازینۍ لار ده.

د مسلم لیګ مشر محمد علي جناح، د "دوو ملتونو تیورۍ" له مخې استدلال وکړ چې هندوان او مسلمانان په یوه هېواد کې ژوند نشي کولی او پاکستان یې د مسلمانانو د خپلواک هېواد په توګه تاسیس کړ.

مونټ‌باټن یو پلان وړاندې کړ چې د «مونټ‌باټن پلان» په نوم یادیږي.

د دې پلان له مخې، شبه‌قاره په دوو خپلواکو هېوادونو ووېشل شوه؛ هند د هندوانو په اکثریت او پاکستان د مسلمانانو په اکثریت.

پاکستان له دوو برخو جوړ و؛ لوېدیځ پاکستان (نننی پاکستان) او ختیځ پاکستان (نننی بنګله‌دېش).

دا پلان د ۱۹۴۷ کال په جون کې تصویب شو او د ۱۹۴۷ کال د اګست ۱۵ د خپلواکۍ نېټه وټاکل شوه.

دا پرېکړه په بیړه وشوه او د دقیق پلان جوړولو لپاره کافي وخت نه و. د وېش یوه له حساسو برخو د دواړو هېوادونو د سرحدونو ټاکل وو. بریتانیا د دې کار لپاره یو بریتانوي وکیل سِر سیریل رادکلیف، چې په شبه‌قاره کې یې هیڅ تجربه نه درلوده، وټاکه. رادکلیف د «رادکلیف کمیسون» په نوم د یوې کمېسیون مشر شو.

هغه د ۱۹۴۷ کال په دوبي کې هند ته راغی او یوازې څو اوونۍ یې د دواړو هېوادونو د سرحدونو د ټاکلو لپاره وخت درلود. د دقیقو معلوماتو د نشتوالي او د وخت د کمي له امله، رادکلیف هغه خطونه ترسیم کړل چې وروسته د «رادکلیف خط» په نوم مشهور شول.

دا خطونه د سیمو د مذهبي اکثریت پر بنسټ ترسیم شول، خو ډېرې ستونزې یې درلودې. د بېلګې په توګه، په پنجاب ایالت کې، د لاهور په څېر ښار، چې هندوان، سیکان او مسلمانان پکې اوسېدل، پاکستان ته ورکړل شو، چې د کډوالۍ او تاوتریخوالي لامل شو.

په بنګال کې، د پیچلو مذهبي ترکیبونو لرونکې سیمې په ناقصه توګه ووېشل شوې. کشمیر، چې د مسلمانانو اکثریت یې درلود خو د یوه هندو مهاراجه تر واک لاندې و، د شخړې په اصلي موضوع بدل شو.

د ۱۹۴۷ کال کې د کشمیر له هند سره د یوځای کېدو وروسته، د هند او پاکستان لومړنۍ جګړه (۱۹۴۷-۱۹۴۸) پیل شوه او تر نن ورځې پورې کشمیر د شخړې وړ سیمه پاتې ده.

رادکلیف هیڅکله شبه‌قارې ته بېرته رانغی او وروسته یې وویل چې د خپل کار له پایلو پښېمانه دی.

د هغه پرېکړې، چې د مونټ‌باټن په ملاتړ پلې شوې، د شاوخوا ۱۲ میلیونه کسانو د جبري کډوالۍ او د فرقه‌يي تاوتریخوالو له امله د ۱ تر ۲ میلیونه کسانو د وژنې او په تاریخ کې د تر ټولو لویې جبري کډوالۍ لامل شوې.

د شبه‌قارې په دوو خپلواکو هېوادونو، هند او پاکستان کې، وېش د شلمې پېړۍ یو له مهمو پېښو څخه ده، چې په آسیايي او نړیواله کچه ژورې پایلې لري.

 په ۱۹۴۷ کال کې د بریتانیا له بیړني وتلو د ځواک تشه رامنځته کړه، چې د پراخو تاوتریخوالو لامل شوه.

دا تاریخي زخمونه لا هم د هند او پاکستان په جمعي شعور کې شته او د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري او دښمني پیاوړې کوي.

البته د بریتانیا منفي رول د شبه‌قارې په وېش کې یوازې د مونټ‌باټن یا رادکلیف پرېکړو پورې محدود نه دي.

دې هېواد د خپلو استعماري پالیسیو، په تېره بیا د محلي اقتصاد کمزوري کولو او مذهبي اختلافاتو د زیاتولو له لارې، شبه‌قاره په یوه نازک حالت کې پرېښوده.

په دې توګه، کله چې هند او پاکستان خپلواکي ترلاسه کړه، دا دوه نوي هېوادونه له لویو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شول، چې د دوی ترمنځ همکاري او د شخړو حل یې نور هم ستونزمن کړ،  په ځانګړې توګه د کشمیر وضعیت، چې د بریتانیا د ناسمو پرېکړو له امله په یوه خلاص زخم بدل شو، لا هم د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو او څو ځله جګړو اصلي لامل دی.

د سړې جګړې په لومړیو کلونو کې، هند او پاکستان، چې تازه خپلواک شوي وو، د سرحدي شخړو (په تېره بیا د کشمیر پر سر) او د استعمار له امله د اقتصادي کمزورتیا له کبله، په نړیواله سیالي کې زیانمنونکي وو.

بریتانیا له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړه او داسې پالیسۍ یې غوره کړې چې ډېری وخت د شخړو د کمولو پر ځای د هغو د زیاتولو لامل شوې.

د بریتانیا یوه له مهمو منفي اقداماتو د سړې جګړې پر مهال د پاکستان سره ستراتیژیک او پوځي ملاتړ و، چې د هند سره یې د وسلو سیالي ته لمن ووهله.

د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې، بریتانیا د متحده ایالاتو ترڅنګ پاکستان د سویلي آسیا د کلیدي متحد په توګه وټاکه، دا پرېکړه د کمونیزم د مخنیوي د ستراتیژۍ یوه برخه وه. د پاکستان دا یو اړخیز ملاتړ هند د شوروي اتحاد سره اتحاد ته اړ کړ.

د بریتانیا له خوا د خپلواکۍ وروسته رامنځته شوي اقتصادي جوړښتونه هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هند او پاکستان ترمنځ شخړو او سیالیو ته لمن وهلې.

بریتانیا د شبه‌قارې اقتصاد داسې ډیزاین کړی و چې د خامو موادو د سرچینې او د خپلو صنایعو د بازار په توګه کار وکړي، او دا جوړښتونه د ۱۹۴۷ کال د هند او پاکستان له خپلواکۍ وروسته په بشپړه توګه له منځه لا نړل.

 دا اقتصادي وابستګي او جوړښتي کمزورتیاوې د اقتصادي سیالیو، د اوبو پر سر شخړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوې.