اندونيزيا د  ۶.۲ ريښتر په کچه زلزلې ولړزاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162708
پارس ټوډی - د جرمني د ځمکې علومو د څېړنې مرکز (GFZ) اعلان وکړ، چې د ۶.۲ ريښتري زلزلې د اندونيزيا د سولاوسي سيمې ميناهاسا ټاپووزمه ولړزوله. 
(last modified 2025-07-24T10:51:50+00:00 )
Jul 24, 2025 15:20 Asia/Kabul
  • اندونيزيا د  ۶.۲ ريښتر په کچه زلزلې ولړزاوه

پارس ټوډی - د جرمني د ځمکې علومو د څېړنې مرکز (GFZ) اعلان وکړ، چې د ۶.۲ ريښتري زلزلې د اندونيزيا د سولاوسي سيمې ميناهاسا ټاپووزمه ولړزوله. 

د ایرنا به حواله پارس ټوډی د را پور له مخې؛ د GFZ په وينا، دا زلزله د ځمکې په ۱۴۷ کيلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه. 

د چهارشنبې په ورځ يوه ۵.۵ ريشتري زلزله د اندونيزيا سرام سيمه ولړزوله، چې په ۱۵ کيلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه او مرکز يې د امبون نه ۲۴۴ کيلومتره شمال ختيځ او د امايي نه ۱۵۵ کيلومتره واټن درلود. 

د دې نه مخکې، د جولايي په مياشت کې د اندونيزيا د تانيمبار ټاپوګانو په ساحلي سيمه کې يوه ۶.۷ ريشتري زلزله په ۹۸ کيلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه. 

په مۍ مياشت کې، اندونيزيا د ۵.۹ ريشتري زلزلې شاهد وه، چې د GFZ په وينا، په جنوبي سوماترا کې د ځمکې په ۱۰ کيلومتره ژوروالي کې رامنځته شوه.