د امريکايي امنيتي افسر اعتراف: امريکايي پوځيانو پر فلسطينيانو ډزې کړې 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162720-د_امريکايي_امنيتي_افسر_اعتراف_امريکايي_پوځيانو_پر_فلسطينيانو_ډزې_کړې
پارس ټوډی - يوه امريکايي امنيتي افسر، چې په غزه تړانګه کې د مرستو د وېش په مرکزونو کې يې کار کاوه، څرګنده کړه، چې امريکايي امنيتي مامورانو په دې مرکزونو کې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې، چې د مرستې غوښتنه يې کوله. 
(last modified 2025-07-24T07:32:37+00:00 )
Jul 24, 2025 12:01 Asia/Kabul
  • د امريکايي امنيتي افسر اعتراف: امريکايي پوځيانو پر فلسطينيانو ډزې کړې 

پارس ټوډی - يوه امريکايي امنيتي افسر، چې په غزه تړانګه کې د مرستو د وېش په مرکزونو کې يې کار کاوه، څرګنده کړه، چې امريکايي امنيتي مامورانو په دې مرکزونو کې پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې، چې د مرستې غوښتنه يې کوله. 

دا افسر، چې هويت يې نه دی افشا شوی او ۲۵ کاله يې په امريکايي پوځ کې خدمت کړی، د اسرائيلي رژیم د ۱۲ نمبر شبکې سره په مرکه کې وويل، د امدادي مرکزونو مسؤلينو د غزې له اوسېدونکو سره ډېر ناوړه چلند کاوه او دوی يې له خطر سره مخ کړي دي. 

نوموړي تائيد کړه، چې امريکايي امنيتي مامورانو پر هغو فلسطينيانو ډزې کړې، چې د مرستې غوښتنه يې کوله، ترڅو دوی دې ځای پرېږدي. 

هغه زياته کړه، چې په خپلو سترګو يې ليدلي، چې امريکايي امنيتي مامورانو پر يوه فلسطيني، چې له ځمکې يې خواړه راټولول، د مرچو سپرې وکاروله، حال دا چې هغه فلسطيني د امريکايي مامورانو لپاره هېڅ ګواښ نه و.