د پینټاګون د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163688-د_پینټاګون_د_استخباراتي_ادارې_مشر_له_دندې_ګوښه_شو
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د پینټاګون د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه کړ.
(last modified 2025-08-23T07:39:18+00:00 )
Aug 23, 2025 12:07 Asia/Kabul
  • د پینټاګون د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه شو

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د پینټاګون د استخباراتي ادارې مشر له دندې ګوښه کړ.

د یاد هېواد رسنۍ وایي، د امریکا د دفاع وزیر د دفاعي استخباراتو ادارې مشر جنرال جیفري کروز، د باور له لاسه ورکولو له امله له دندې لیرې کړ.

د یادونې وړده، چې په اپریل کې ادعا شوې وه چې د امریکا د دفاع وزیر د نږدې کسانو ترمنځ د واک پر سر شخړې له امله پینټاګون له ګډوډۍ سره مخ دی.

په دې ادعا کې زیاته شوې وه چې د دفاع وزیر داسې کسان مشاورین ټاکلي چې یو د بل سیالان شوي دي.