پاپ د غزې لپاره د اوربند غوښتنه وکړه 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163846-پاپ_د_غزې_لپاره_د_اوربند_غوښتنه_وکړه
پارس‌ ټوډی- د نړۍ د کاتولیکانو مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او دایمي اوربند رامنځته کړي.
(last modified 2025-08-28T02:01:33+00:00 )
Aug 28, 2025 06:29 Asia/Kabul
  • پاپ د غزې لپاره د اوربند غوښتنه وکړه 

پارس‌ ټوډی- د نړۍ د کاتولیکانو مشر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د غزې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او دایمي اوربند رامنځته کړي.

پاپ لئون څوارلسم د چهارشنبې په ورځ په واټیکان کې د خپلې اونيزې وینا پر مهال وویل: په مقدسې خاورې کې جګړې ته، چې دومره وحشت، ویجاړي او مرګونه یې رامنځته کړي، پای ورکړل شي.

پاپ همداراز د غزې اوسیدونکو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه وکړه.