ایټالوي کارپوه:اروپا په نړیوالوکړکیچونوکې یوازې نندارچي پاتې شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i163882-ایټالوي_کارپوه_اروپا_په_نړیوالوکړکیچونوکې_یوازې_نندارچي_پاتې_شوې_ده
پارس تودي - یوه ایټالوي اقتصادپوه ومنله چې د اقتصادي ځواک د جغرافیایي نفوذ د بدلولو په اړه د اروپایي اتحادئې توهم له مینځه تللی دی.
(last modified 2025-08-28T09:12:00+00:00 )
Aug 28, 2025 13:36 Asia/Kabul
  • ایټالوي کارپوه:اروپا په نړیوالوکړکیچونوکې یوازې نندارچي پاتې شوې ده

پارس تودي - یوه ایټالوي اقتصادپوه ومنله چې د اقتصادي ځواک د جغرافیایي نفوذ د بدلولو په اړه د اروپایي اتحادئې توهم له مینځه تللی دی.

 د پارس تودي، د هم‌میهن ویب‌پاڼې په حواله راپور ورکړی، نامتو ایټالوي سیاستوال او اقتصادپوه ماریو دراګي،  وویل: «کلونه کېږي چې اروپائي اتحادیه، چې ۴۵۰ میلیون  مصرف‌کوونکي لري، په دې باور وه چې د هغې اقتصادي وزن به په طبیعي توګه له  جغرافیائي سیاسي نفوذ او نړیوالو سوداګریزو اړیکو له  نفوذ سره مل وي، خو سږ کال به زمونږ په حافظه کې د هغه کال په توګه ثبت شي چې دا توهم ونړېد.

در ګي خبرداری ورکړ چې اروپائي اتحادیه باید د همغږۍ نوو بڼو په لور حرکت وکړي.

هغه د ګڼو کړکېچونو، په تېره بیا د اوکراین د جګړې په حل کې د اروپا غیر فعاله رول ته اشاره وکړه او زیاته ئې کړه: «اروپایي اتحادئې، سره له دې چې د اوکراین په جګړې کې تر ټولو لویه مالي ونډه ورکړې او په سولې کې تر ټولو زیاته ګټه لري، تر اوسه ئې د سولې په خبرو اترو کې یوازې حاشیه‌یي رول لوبولی دی.»

دغه اقتصادي کارپوه د امریکا لخوا د لګول شویو ټیرفونو  په وړاندې د اروپا  کمزوری موقف ته په اشارې سره وویل: «اروپا اړ شوه چې د متحده ایالاتو لخوا لګول شوې ټیرفونه  ومني. همدې متحد مونږ دې ته اړ کړو چې پوځي  لګښتونه زیات کړو؛ دا یوه پریکړه وه چې شاید مونږ    په هر حال کوله، خو په داسې بڼو او لارو چې شاید د اروپا له ګټو سره سمه نه وه.»

هغه د امریکا لخوا د ایران د سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو پر وړاندې د برید او د اسرائیلو لخوا د غزې د خلکو د وژنې په اړه هم ټینګار وکړ او وې ویل: «اروپائي اتحادیه دلته هم یوازې د نندارچي  په توګه پاتې شوه.»

درګي د چین په اړه وویل: «بیجینګ په ښکاره د روسیې  د جګړې د هڅو ملاتړ وکړئ شو او په ورته وخت کې  ئې خپل صنعتي ظرفیت پراخ کړي څو خپل اضافي تولیدات – چې اوس د متحده ایالاتو بازار ته د نوو بندیزونو له امله لاسرسی محدود شوی – اروپا ته واستوي. د اروپا اعتراضاتو چندانې اغېز ونه کړ. چین په روښانه توګه اعلان کړ چې اروپا د برابر ملګري په توګه نه ګڼي او د نادر معدني عناصرو پر کنټرول سره ئې په ابزاری توګه زمونږ  اړوندوالی  نوره هم پیاوړې کړې.»

هغه د اوسني کړکېچ په اړه، چې د اروپائي اتحادئې پر وړاندې د باور کړکېچ دی، ټینګار وکړ او وې ویل چې دا شک د اتحادئې د بنسټیزو ارزښتونو، لکه ډیموکراسي او سولې، د دفاع په برخه کې د ناتوانۍ له امله دی، کوم چې اروپا ئې ادعا کوي.

دغه اقتصادي کارپوه ومنله چې د اروپا د سیالۍ راپور ډېرې هغه ساحې روښانه کړې چې په هغو کې زرغونه قاره خپل موقعیت له لاسه ورکوي او په دې برخو کې د اصلاحاتو اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده.