لوکزامبورګ د فلسطین حکومت په رسمیت پېژني
پارسټوډي - په داسې حال کې چې د لوکزامبورګ لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې دوي د فلسطین خپلواکه حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، د ملګرو ملتو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي رژیم بېوقفې بریدونو پر غزې اقتصادي ویجاړي او انساني غمیزه تپلې ده .
د لوکزامبورګ لومړي وزیر، لوک فریډن، او د بهرنیو چارو وزیر، خاویر بتل، وئيلي دي چې دا هیواد د روانې میاشتې تر پایه او په نیویارک کې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ د غونډو په ترڅ کې د فلسطین خپلواکه حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دی.
د پارسټوډي د راپور له مخې، چې د ایرنا په حواله خپور شوی، تېره جمعه د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ یو پرېکړهلیک تصویب کړی چې د "نیویارک اعلامیې" د فلسطین حکومت په رسمیت پېژندلو او د دوو حکومتونو د حل د ودې په اړه، د فلسطینیانو او صهیونیسټانو ترمینځ د شخړو د حل د لارې په توګه تائید کړ.
لوکزامبورګ په دغې پرېکړې سره د هغو هیوادونو په ډلې کې شامل شو لکه کاناډا، چې د فلسطین خپلواکه حکومت په رسمیت پېژندلو اراده لري. د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د خپل هیواد پر دغه هوډ او ارادې ټینګار وکړ.
د لوکزامبورګ او کینیډا دا پرېکړه د فلسطین خپلواکه حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه د نورو هیوادونو لکه انګلستان، فرانسې، آسټریلیا او بلجیئم له ورته اقداماتو سره هممهاله ده. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان په بیا ځلې خبرداری ورکوي چې د اسرائیلي رژیم بېوقفې بریدونو د غزې اقتصادي جوړښتونو ته زیان رسولی او د انساني او اقتصادي ناورین لامل شوی دی.