لوکزامبورګ د فلسطین حکومت په رسمیت پېژني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i164696-لوکزامبورګ_د_فلسطین_حکومت_په_رسمیت_پېژني
پارس‌ټوډي - په داسې حال کې چې د لوکزامبورګ لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې دوي د فلسطین خپلواکه حکومت  په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، د ملګرو ملتو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي رژیم بې‌وقفې بریدونو پر غزې اقتصادي ویجاړي  او انساني غمیزه تپلې ده .
(last modified 2025-09-17T01:55:01+00:00 )
Sep 17, 2025 06:22 Asia/Kabul
  • لوکزامبورګ د فلسطین حکومت په رسمیت پېژني

پارس‌ټوډي - په داسې حال کې چې د لوکزامبورګ لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې دوي د فلسطین خپلواکه حکومت  په رسمیت پېژندلو ته چمتو دي، د ملګرو ملتو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اسرائیلي رژیم بې‌وقفې بریدونو پر غزې اقتصادي ویجاړي  او انساني غمیزه تپلې ده .

د لوکزامبورګ لومړي وزیر، لوک فریډن، او د بهرنیو چارو وزیر، خاویر بتل، وئيلي دي  چې دا هیواد د روانې میاشتې تر پایه او په  نیویارک  کې د ملګرو ملتو  د  عمومي اسمبلۍ د غونډو په ترڅ کې د فلسطین خپلواکه حکومت په رسمیت پېژندلو ته چمتو دی.

 د پارس‌ټوډي د راپور له مخې، چې د ایرنا په حواله خپور شوی، تېره جمعه د ملګرو ملتو عمومي اسمبلۍ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې د "نیویارک اعلامیې" د فلسطین حکومت  په رسمیت پېژندلو او د دوو حکومتونو د حل د ودې په اړه، د فلسطینیانو او صهیونیسټانو ترمینځ د شخړو د حل د لارې په توګه تائید کړ.

لوکزامبورګ په دغې پرېکړې سره د هغو هیوادونو په ډلې کې شامل شو لکه کاناډا، چې د فلسطین خپلواکه   حکومت  په رسمیت پېژندلو اراده لري. د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د خپل هیواد پر دغه هوډ  او  ارادې ټینګار وکړ.

د لوکزامبورګ او کینیډا دا پرېکړه د فلسطین خپلواکه حکومت د  په رسمیت پېژندلو په اړه د نورو هیوادونو لکه انګلستان، فرانسې، آسټریلیا او بلجیئم له  ورته  اقداماتو سره هم‌مهاله ده. دا په داسې حال کې ده چې کارپوهان په بیا ځلې  خبرداری ورکوي چې د اسرائیلي رژیم بې‌وقفې بریدونو د غزې اقتصادي جوړښتونو ته زیان رسولی او د انساني او  اقتصادي ناورین لامل شوی دی.