اردوغان: اسرائیل د اوربند د توافقونو د ماتولو اوږد تاریخ لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i165836-اردوغان_اسرائیل_د_اوربند_د_توافقونو_د_ماتولو_اوږد_تاریخ_لري
پارس ټوډی - د ترکیې ولسمشر وایي: د اسرائیلو رژیم د اوربند توافقونو د ماتولو اوږد تاریخ لري. 
(last modified 2025-10-12T22:30:35+00:00 )
Oct 13, 2025 02:58 Asia/Kabul
  • اردوغان: اسرائیل د اوربند د توافقونو د ماتولو اوږد تاریخ لري

پارس ټوډی - د ترکیې ولسمشر وایي: د اسرائیلو رژیم د اوربند توافقونو د ماتولو اوږد تاریخ لري. 

رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د غزې تړانګه باید بیا ورغول او احیا شي او زیاته یې کړه: د دوو کلونو بې عدالتۍ وروسته، دې جګړه ځپلي سیمې ته بشري مرستې لېږل شوې دي. 

اردوغان وویل، ترکیه په سیمه کې د ثبات او د ټولو لپاره د امنیت غوښتونکې ده او زیاته یې کړه: د اسرائیل رژیم د غزې تړانګې ۸۵ سلنه د استوګنې وړ نه ده پرې ایښې. 

د ترکیې ولسمشر دا هم وویل چې د جګړې د بندولو او د روسيې او اوکراین ترمنځ د سولې د ټینګولو لپاره په اړیکه کې دی او انقره د تور سمندر امنیت ته لومړیتوب ورکوي او هیله‌منه ده چې د روسيې او اوکراین جګړه ژر پای ته ورسېږي.