روسي اقتصادي چارواکي: د ایران پرمختګ او تولید حیرانوونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i167362-روسي_اقتصادي_چارواکي_د_ایران_پرمختګ_او_تولید_حیرانوونکی_دی
رپارس ټوډی د روسیې د اقتصاد یوې چارواکې ویلي،  د ایران پرمختګ او تولیدات د روسي شرکتونو لپاره حیرانوونکي دي، او هېواد یې هڅه کوي، چې روسي شرکتونه د ایران له ظرفیتونو او امکاناتو سره بلد کړو.
(last modified 2025-11-18T22:16:21+00:00 )
Nov 19, 2025 02:44 Asia/Kabul
  • روسي اقتصادي چارواکي: د ایران پرمختګ او تولید حیرانوونکی دی

رپارس ټوډی د روسیې د اقتصاد یوې چارواکې ویلي،  د ایران پرمختګ او تولیدات د روسي شرکتونو لپاره حیرانوونکي دي، او هېواد یې هڅه کوي، چې روسي شرکتونه د ایران له ظرفیتونو او امکاناتو سره بلد کړو.

«ناتالیا زادونسکایا» د سه شنبې په ورځ د خزر ساحلي ولایتونو د واليانو د لومړني کنفرانس په څنډه کې هیله څرګنده کړه چې د دې سیمې هېوادونه د شمال-جنوب دهلېز اهمیت درک کړي، ځکه چې ډېری لجستيکي شرکتونه په همدې برخه کې فعالیت کوي.

زادونسکایا ټینګار وکړ: زموږ لپاره ډېر مهم دي چې ایران او اذربایجان جذب کړو.

 دې روسي چارواکې د ګیلان ولایت (د ایران شمال) د زیربناوو او بندرونو ظرفیتونو ته په اشارې وویل: دا ولایت د پام وړ ګرځندوی ظرفیت لري، او دغه ډول غونډې د ګیلان د ګرځندوی ظرفیتونو د پیژندلو لامل کېږي.