مسکو به د امریکا او بحرین د ایران ضد پرېکړهلیک له مسودې ملاتړ ونه کړي
پارس ټوډې – د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعلان وکړ چې مسکو به د امریکا او بحرین له خوا د ایران په ضد د وړاندې کونکي پرېکړهلیک د مسودې ملاتړ ونه کړي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې چې د تسنیم خبري اژانس یې له قوله ئې خپور کړی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الیګذنډر آلیموف وویل: مسکو نه د امریکا او بحرین له هغه وړاندیز څخه ملاتړ نشی کولی چې دا مهال ارزو ل کیږي. مونږ د پرېکړهلیک د مسودې له دواړو ښکېلو لورو غواړو چې دا مسوده بېرته واخلي.
آلیموف له ایزوستیا ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل چې د روسیې او چین د پرېکړهلیک مسوده لا هم د خبرو اترو پر مېز پرته ده، چې “له ټولو خواوو څخه په ښکاره ډول د جګړې پای ته د رسولو، د زور له کارولو د ډډې کولو، او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د حل غوښتنه پکې شوې ده، او ځینې برخې ئې د سمندري تګ راتګ د آزادۍ پر اهمیت ټینګار کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه: مونږ هیله لرو چې خبرې اترې بلاخره کومو پایلو ته ورسېږي. مونږ تل د تاوتریخوالي بېقید او شرطه پای ته رسېدو او د یوه ډیپلوماتیک او سیاسي حل ملاتړ کړی چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د دوامدارو موافقو لامل شي.
په ملګرو ملتو کې د روسیې استازولۍ هم د امریکا او د هغې د ملاتړو له خوا د هرمز تنګي په اړه د وړاندیز شوې پرېکړهلیک مسودې په غبرګون کې مخالفت څرګند کړ او وې ویل: په لویدیځي آسیا کې د بېساري تاوتریخوالي د زیاتېدو له پیل راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو له خوا پر ایران د بېدلیله تېري مستقیمه پایله ده ،زمونږ هېواد په دوامداره توګه د تاوتریخوالي بېقید او شرطه د درولو او د سیاسي ډیپلوماټیک حل ملاتړ کړی چې وروسته د واشنګټن او تهران ترمینځ د دوامدارو موافقو سبب شي.