مدودف: امریکا حق نه لري د نورو هېوادونو لپاره پرېکړې وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i174932-مدودف_امریکا_حق_نه_لري_د_نورو_هېوادونو_لپاره_پرېکړې_وکړي
د روسیې د امنیت شورا مرستیال د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، واشنګټن حق نه لري خپله اراده پر نورو هېوادونو وتپي او باید تر هر څه وړاندې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
(last modified 2026-07-07T03:15:38+00:00 )
Jul 07, 2026 07:44 Asia/Kabul
  • مدودف: امریکا حق نه لري د نورو هېوادونو لپاره پرېکړې وکړي

د روسیې د امنیت شورا مرستیال د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ویلي، واشنګټن حق نه لري خپله اراده پر نورو هېوادونو وتپي او باید تر هر څه وړاندې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال، دیمیتري مدودف، په خپل ټیلیګرام کې لیکلي: «امریکا ۲۵۰ کلنه شوه؛ ایا دا هېواد د نورو لپاره بېلګه ده که د شر امپراتوري؟»

هغه زیاته کړه: «زما په اند نه دا ده او نه هغه، خو هغه څه چې د نړۍ ډېری هېوادونه پرې موافق دي، دا دي چې امریکا حق نه لري د نورو هېوادونو لپاره پرېکړې وکړي.»

مدودف وویل، هر هېواد، که کوچنی وي او که لوی، کولای شي خپلې ستونزې خپله حل کړي او امریکا او سپینه ماڼۍ هېڅ حق نه لري خپله اراده پر نورو هېوادونو تحمیل کړي.

هغه په پای کې ټینګار وکړ: «غوره ده چې دوی لومړی په خپل کور کې ګډوډۍ او بې‌نظمۍ ته رسېدنه وکړي.»