د برازیل ولسمشر: د امریکا فشار ته به تسلیم نه شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175270-د_برازیل_ولسمشر_د_امریکا_فشار_ته_به_تسلیم_نه_شو
پارس ټوډې- د برازیل ولسمشر د دغه هېواد پر ضد د واشنګټن نویو دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې اعلان وکړ چې امریکا ته به امتیاز ورنکړي او د خپل اقتصادي او سیاسي حاکمیت دفاع ته به دوام ورکړي.
(last modified 2026-07-17T07:59:45+00:00 )
Jul 17, 2026 12:28 Asia/Kabul
  •  د برازیل ولسمشر: د امریکا فشار ته به تسلیم نه شو

پارس ټوډې- د برازیل ولسمشر د دغه هېواد پر ضد د واشنګټن نویو دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې اعلان وکړ چې امریکا ته به امتیاز ورنکړي او د خپل اقتصادي او سیاسي حاکمیت دفاع ته به دوام ورکړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا نن سهار جمعه په اېکس شبکه کې ولیکل: برازیل به له هېڅ ډول شک پرته د خپل حاکمیت لپاره مبارزه وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه خپرې شوې چې د امریکا تجارتي  استازي (USTR) د هغه څه په اړه چې واشنګټن یې د برازیلیا «ناعادلانه سوداګریزې کړنلارې» بولي له یوه کال څېړنې وروسته اعلان وکړ چې د جولای له ۲۲ څخه به د برازیل پر یوې برخې وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.