د ایران په وروستیو بریدونو کې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i175390-د_ایران_په_وروستیو_بریدونو_کې_۱۰۰_امریکايي_سرتېري_ټپیان_شوي
پارس تودی-د امریکا د جنګ د وزارت ویاند شان پارنل ادعا کړې چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-07-21T03:13:49+00:00 )
Jul 21, 2026 07:42 Asia/Kabul
  • د ایران په وروستیو بریدونو کې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

پارس تودی-د امریکا د جنګ د وزارت ویاند شان پارنل ادعا کړې چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د ترسره شویو بریدونو له امله ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.

پارنل له  CBS خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ډېری دغو پوځي پرسونلو ته معمولي شان ژوبل شوي وو او زیاتره یې له درملتې وروسته بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

پنټاګون تر دې وړاندې هم د امریکایي فوځیانو د مرګژوبلې په اړه په وروستي راپور کې د ۱۳ نورو امریکايي پوځي پرسونلو د ټپي کېدو خبر ورکړی و، چې په کې ۱۰ د ځمکني پوځ سرتېري او درې د سمندري ځواک غړي شامل وو.