واشنګټن کې د ایران پر ضد د جګړې مخالفین ونیول شول
Aug 04, 2026 06:04 Asia/Kabul
د امریکا د کانګرس مخې ته د ایران پر ضد د جګړې د مخالفت په لاریون کې یو شمېر مسیحي مذهبي مشران او د بشري حقونو فعالان نیول شوي دي.
اعتراض کوونکو د جګړې پر وړاندې اندېښنه ښودلې او د رایه ورکوونکو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه یې کړې ده.
نظرپوښتنې ښيي چې د امریکا ډېری خلک د ایران پر ضد د پوځي اقدام مخالف دي او باور لري چې جګړه یې لګښتونو ته نه ارزېږي.
ټیګونه