ټرمپ: امریکا پر هرمز تنګي بشپړ کنټرول لري
-
د امریکا ولسمشر ټرمپ
پارس تودی-د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چي امریکايي ځواکونه اوس د هرمز تنګي «بشپړ کنټرول» په لاس کې لري او ادعا کوي چې پر دې ستراتیژیکه سمندري لار بل هېڅ هېواد کنټرول نهلري.
د پارس تودی له راپور سره سم، ټرمپ د اندروز په ګډه پوځي اډه کې خبریالانو ته ویلي: “له ایران سره وضعیت «ډېر ښه» روان دی او امریکايي سمندري ځواکونه د هرمز تنګی کنټرولوي.”
هغه همداراز ویلي چې پر ایراني چارواکو باور نه لري او ادعا یې کړې چې تهران څو ځله ورته «دروغ» ویلي دي.
د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره له امریکا د خپلو شرطونو د منلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي، تر هغې به دغه مهمه لار تړلې وي چې واشنګټن د تهران شرایط ونه مني.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او په دې سیمه کې د پوځي او سمندري کړکېچ دوام د نړیوالو تېلو بازارونو او سوداګریزو کښتیو پر تګــراتګ مستقیم اغېز لري.