په امریکا کې د تېلو بیې لوړېږي
Sep 19, 2026 13:29 Asia/Kabul
«واشنګټن پوسټ» د ایران د جګړې د اقتصادي اغېزو په اړه په یوه راپور کې لیکلي چې په امریکا کې د پټرولو او ډیزلو د بیو د لوړېدو د لا زیاتېدو احتمال شته او ښايي د انرژۍ په بازار کې د ګډوډۍ تر ټولو سخته اقتصادي اغېزه لا نه وي راڅرګنده شوې.
د ورځپاڼې په وینا، شنونکي تمه لري چې د سونتوکو د بیو فشار به لا زیات شي.
د انرژۍ په بازار کې اوږدمهاله ګډوډي کولای شي د ترانسپورټ، تولید او د کورنیو د ورځني لګښتونو پر کچه هم اغېز وکړي.
ټیګونه