بې آبرو او بې پردې امریکا(دامریکاکورنیو حالاتو ته کتنه)
دتهران د پښتو خپرونې د انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو ښه اونیکمرغه ژوند درته غواړو، دوستانو امریکا په تیرې اونۍ کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ
دوستانو تیره اونۍ په امریکا کې دسیاسی بدلونونو او خبرونو زیاتره برخه،د دغه هیواد د ولسمشرۍ په څوکۍ د ډونالډ ترمپ له کیناستو وروسته د هغه د لومړنی سفر تر اغیزو لاندې وه . ټرمپ په پیل کې سعودی عربستان ته لاړ او د فارس خلیج د جنوبی هیوادونو له مشرانو او دغه راز ئې دځینو عربی او اسلامی هیوادونو له مشرانو سره وکتل . وروسته ډونالډ ټرمپ نیغ په نیغه له عربستانه دنیواکی فلسطین په لور الوت وکړ او له هغه ځایه بیا اروپا ته لاړ . د امریکا ولسمشر په اروپا کې له پاپ فرانسس سره هم وکتل او د ناټو د مشرانو او دغه راز ئې د اوه ډلې د مشرانو په ناستو کې هم ګډون وکړ.
همداراز تیره اونۍ د ټرمپ -روسیې د دوسیې رسوایانې هم هماغه راز روانې وې .ایف بی آئی دامریکا د ولسمشر له زوم جرډ کوشنر څخه پلټنې وکړې او مایکل فلین هم د مشرانو جرګې اطلاعاتی کمیټې احضار کړ . بلاخره دا چې ، ټرمپ له روسیې سره درابطې په دوسیې کې له ډیرو تورونو سره د مقابلې لپاره یو خصوصی وکیل وګمارۀ.
له بلې خوا د اپیل محکمې امریکا ته د شپږو اسلامی هیوادونو دښاریزو د ورتلو د منع کولو په باب د ډونالډ ټرمپ دکډوالۍ ضد حکمونو په دوسیې کې د محکمې په ګټه فیصله وکړه او سپینې ماڼۍ هم اعلان کړی ، دغه دوسیه به سترې محکمې ته وکاږی .
همداراز تیره اونۍ د امریکا د ۲۰۱۸کال مالی بودجه هم کانګرس ته وړاندې شوه چې په هغې کې د هوساینې ډیر پروګرامونه په تیره بیا دامریکا د بې وزله او تاوان موندونکو پرګنو لپاره بودجه کمه شوې ده .
تیره ونۍ ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په ګدۍ له کیناستو وروسته پخپل لومړنی سفر کې عربستان ته لاړ څو له آل سعود رژیم سره د امریکا دتاریخ د وسلو خورا ستر تړون لاسلیک کړی . د دغه تړون اندازه یو سل لس میلیارډ ډالره اعلان شوې ده چې په لسو کلونو کې به اجرا شی . همداراز په دغه سفر کې له عربستان سره دکابو درې سوه پنځوس میلیارډ ډالرو په ارزښت تجارتی تړون هم شوی چې په هغه کې په امریکا کې دسعودیانو دنیغ په نیغه پانګونې لسګونو میلیارډ ډالری برخه هم شامله ده .ټرمپ هم د سعودیانو د دغې بې مخینې چاپلوسۍ او خوشامدیو په وړاندې په ریاض کې ، دایران داسلامی جمهوریت په ضد په سختې لهجې سره خبرې وکړې ، او په هغه څه ئې چې هغه، په لویدیځی آسیا کې دایران پراختیاغوښتنه او د نفوذ پراختیا وبلله،نیوکې وکړې .دغه خبرې دفارس خلیج دجنوبی هیوادونو د مشرانو او دغه راز د ځینو عربی اواسلامی هیوادونو دمشرانو په دوو جلاجلا غونډو کې چې ریاض ته بلل شوی وو،تکرار شوې .په دغو څرګندونو سره له ایرانه د ویرولو بهیر اوج ته ورسید او امریکایان وتوانیدل ،د دغې غیر واقعی او زهرجنې فضا ترڅنګ د وسلو دخرڅلاؤ یا دغیرپوځی پانګونو په چوکاټ کې دسعودیانو له اسعاری زیرمو په میلیارډونو ډالرځان ته جذب کړی څو له دې لارې د امریکا د میلیونونو کارګرانو لپاره کارکسب پیدا کړی. په عین حال کې ډونالډ ټرمپ په دې جملې سره چې امریکا له ترهه ګرو سره د عربانو ترڅنګ جنګیږی ،خو دهغوی په ځای به ونه جنګیږی ، وښودله چې ترکومه اندازه ئې د عربانو شتمنیو ته تمه دارې سترګې نیولی دی .
له بل پلوه ډونالډترمپ له سعودی عربستانه نیواکی فلسطین ته په سفر سره، د ریاض اوتل ابیب ترمینځ لومړنی مستقیم الوتک هم ترسره کړ .هغه د اسرائیلو لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو لپاره د سعودی عربستان دپاچا ملک سلمان هغه پیغام له ځان سره یو وړ چې دقدس شریف له نیواکګرو ئې د سولې غوښتنه کړې وه . همداراز ټرمپ په بیت المقدس کې د ندبه دیوال ترڅنګ د دعا په کولو سره د امریکا په هغه لومړی ولسمشر بدل شو چې د قدس شریف له نیواکګرو څخه ئې دسولې د غوښتنې پیغام وړی ؤ . همداراز ټرمپ د اسلامی نړۍ په پراخې غوسې او کرکې د اندیښنې په دلیل ، نیواکی فلسطین ته پخپل لومړنی سفر کې له تل ابیبه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت دمنتقلولو له اعلانه ډډه وکړه .
ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ او په سعودیانو د میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو له خرڅولو او له صهونیسټانو د بې شرطه ملاتړ له اعلانولو وروسته ، اروپا ته لاړ، څو دناټو او اوه ډلې په دوو مهمو سرمشریزو کې هم ګډون وکړی.دامریکا ولسمشر په دغو دوو جلاجلا سرمشریزو کې له ګډونه مخکې په پیل کې په واتیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو له رهبر پاپ فرانسیس سره هم وکتل . که څه هم ټرمپ دغه لیده کاته دوستانه او ښه بللی دی،خو دپاپ د ترینګلی څیرې خپرۀ شوی عسکونه ښئ چې دنړۍ د کاتولیکانو رهبر هماغه راز د امریکا د ولسمشر په ځینواقداماتواوخبرو خپه دی. د ټرمپ په هغو اقداماتو کې امریکا ته د مسلمانانو اوکډوالو پر ورتلو او دغه راز په نړۍ کې د آب وهوا د بدلون له نړیوالوتړونونو سره د ټرمپ مخالفت او بندیزونه شامل دی .
البته د ناټو موسسې په سرمشریزې کې د ډونالډ ټرمپ لومړنی ګډون هم ، د امریکا د ولسمشر لپاره څه خاص بریا نه درلوده . ټرمپ په دغې غونډې کې هڅه وکړه،دناټو غړی دامریکا په مشرۍ د داعش ضد تش په نامه ائیتلاف کې ګډون او دپوځی بودجې زیاتولو ته وهڅوی . په عین حال کې ، په هردواړو موضوعګانو کې دناټو غړو هیوادونو مشرانو خپل محدودیتونه بیان کړل او د دغو غوښتنو د منلو لپاره ئې له ژمنو ورکولو ډډه وکړه . امریکائی رسنیو هم د دغو مخالفتونو په غبرګونونو کې په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزې کې د ټرمپ شتون دامریکا د حکومت لپاره یوه ناکامی بللې ده .
دایټالیا په سیسیل کې د اوه ډلې د سرمشریزې په باب هم ټرمپ څه خاص بریا نه ده ترلاسه کړې . دامریکا د ولسمشر په مقابل کې دغړو هیوادونو مشرانو پر تجارت پالو ملاتړی سیاستونو نیوکې وکړې اودنړۍ پر اقتصادی مشکلاتو دبرلاسه کیدو لپاره ئې دنړیوالو ملګرتیاؤ پر دوام ټینګار وکړ . دغه دریځ وښودله چې ټرمپ به لومړۍ دامریکا شعار دپوره کولو لپاره د واشنګټن د ترینګلتیاؤ سره مخامخ وی .
تیره اونۍ هماغه شان په امریکا کې اطلاعاتی رسوایانو دوام درلود. دې ځل دغه رسویانې پر امریکائی چارواکو د انګریز چارواکو دسختو اعتراضونو لامل شوې . شخړه هاله پیل شوه چې امریکائی رسنیو ، د انګریز چارواکو د غوښتنې په اپوټه ، د بریتانیا د منچسټر ښار په کنسرټ کې دترهه ګرې پیښې د عامل هویّت ایشوا کړ . دغو رسانیو لیکلی دی ، چې یرغلګر سلمان عبیدی نومیږی چې په انګلستان کې له لیبیائی مورپلاره زیږیدلی ؤ. د دغو اطلاعاتو ایشواکیدا چې د انګلستان د اطلاعاتی ادارو له لارې امریکایانو ته وررسیدلی وې ، لامل شوې څو انګریزه لومړۍ وزیره رسما امریکایانو ته د حکومتی پټو اطلاعاتو د لیک کولو په خاطر تذکر ورکړی. که څه دامریکا حکومت په دې چارې خواشینی ښودلې ده،په عین حال کې د مانچسټر له ترهه ګرې پیښې سره د اړونده اطلاعاتو دلیک کیدو پیښې وښودله د امریکاپه اطلاعاتی اواستخباراتی ټولنې کې یو ډول ګډوډی روان دی .
له دې سره په یو وخت دټرامپ – روسیې له دوسیې سره په ارتباط کې هم په تیرې اونۍکې څو مهمې پیښې رامینځةشوې .په پیل کې مایکل فین د مشرانو جرګې اطلاعاتی کمیټې ته احضار شو او وروسته دامریکا ولسمشر له روسانو سره د پټو اړیکو د تورونو په وړاندې له ځآنه د دفاع لپاره خصوصی وکیل وګمارۀ. په نهایت کې دا چې اعلان وشو ،له روسانو سره د ارتباط د دوسیې په باب ایف بې آئی پولیسو د امریکا د ولسمشر زوم ، وپلټۀ. دغه پیښې د دې ښودنه کوی چې له روسیانو سره د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتی ټیم دپټوتماسونو موضوع یوې حساسې مرحلې ته رسیدلې ده. له یوې خوا کانګرس اوایف بی آئی هڅه کوی دمایکل فلین په احضارولو او له کوشنرڅخه په پلټنو سره ، دټرمپ په ضد دکلابندی کړۍ لازیاته تنګه کړی او له بل پلوه،دامریکا ولسمشر له هغه څه سره دمخامخیدو لپاره چې ممکنه ده ، دهغه دمواخذې کولو لامل شی ، د خصوصی وکیل په ګمارلو سره ځان تیاروی . اټکل کیږی په راتلونکو میاشتو کې دغه مخامخیدنې لازیات جدی اړخونه غوره کړی .
دوستانو تیره اونۍ ، په امریکا کې د اپیل محکمې د ډونالډ ټرمپ له خوا د سفر د منع کونکو فرمانونو په ضد د شکایت د دوسیې په باب د محکمې په ګټه فیصله وکړه .په دې توګه ، امریکا ته د ورتلو لپاره دڅو اسلامی هیوادونو دښآریزو په ضد دامریکا دحکومت دکډوالۍ ضد فرمانونو دځنډولو حکم تمدید شو . البته سپینې ماڼۍ اعلان کړی دی چې دغه دوسیه به سترې محکمې ته ولیږدوی . سپینه ماڼۍ هیله منه ده، دفیډرل په سترې محکمې کې پر لیبرل قاضیانو د محافظه کارو قاضیانو دشمیر په زیاتیدو په تکیې سره ، امریکا ته د مسلمانانو د سفر د منع کولو په موضوع کې اوڅاره بریالیتوب ترلاسه کړی . په عین حال کې جدی شکونه شته دی چې ستره محکمه په دغې دوسیې کې دټرمپ په ګټه فیصله وکړی . ځکه دغه فرمانونه ، دمذهب او ملیّت په اساس د کسانو په ضد ښکاره توپیر دی. په همدې دلیل د برابرۍ او مدنی حقوقو مدافع ډلې او زیاتره وکیلان ټینګار کوی چې دامریکا د ولسمشر دغه فیصله د دغه هیواد له اساسی قانون سره په تضاد کې ده او سپینه ماڼۍ هم تراوسه پورې نه ده توانیدلې ، د شپږو مسلمانو هیوادونو د لسګونو میلیونونوکسانو او ترهه ګرو دخطرو ترمینځ د ارتباط لپاره د محکمې خوښ دلیلونه وړاندې کړی . .
له بلې خوا سپینې ماڼۍ تیره اونۍ ، د ۲۰۱۸کال دمالی بودجې مسوده اعلان کړه . په دغې بودجې کې هم د ۲۰۱۷کال دبودجې په شان دهوساینې په پروګرامونو کې له ډیرې زیاتې کمیدا سره په یو وخت په امریکا کې دپوځی بودجو زیاتیدا شامله ده . دغه بودجه د هغولس فی صدی امریکائی ښاریزو لپاره چې ډیر کم عاید لری ، ډیره تاوانی بلل شوې ده .ټاکل شوې ده په راتلونکی یوې لسیزې کې دامریکا ئی کم عایده او سرچینو لرونکو کسانو او کورنیو لپاره د دغه هیواد د روغتیائی پروګرام (میډیکیډ) له لګښتونو څخه شپږ سوه لس میلیارډ ډالر کم شی او له دغه بچت اوپیسو څخه دکم عایده کسانو د درملنې دلګښتونو لپاره له هغو سره دمرستې لپاره ترې استفاده وشی .همداراز د تغذئې د مرستې په پروګرام(دخواړو دکوپن پروګرام ) کې به یو لړ اصلاحات وشی . دامریکا د اړمنو کورنیو ځانګړی موقتی مرستو له لګښتونو څخه به هم چې دکار په بازار کې دجذبولو لپاره له هغوی دملاتړ په موخې سره وړاندې کیږی ، ځینې برخې کمې شی . په عین حال کې ، د ډونالډ ټرمپ حکومت نیّت لری ، په راتلونکو دوو کلونو کې د پرکوټو کسانو سره د مرستو د پروګرامونو لګښت هم دوه میلیارډ ډالره کم کړی . اټکل کیږی دغه بدلونونه دامریکا په کانګرس کې له یو لړ اعتراضونو سره مخامخ شی . د هوساینې دپروګرامونو دبودجې کمیدا په راتلونکی کال کې دکانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې دبې وزله اوتاوان موندونکو کورنیو د ملاتړ پر اندازې ډیرې منفی اغیزې شیندلی شی .
دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټی سایټ خوږو مینه والو د دغه نننی پروګرام وخت هم همدومره ؤ ،تربلې اونۍ پورې او دیوه بل نوی پروګرام تر وړاندې کولو پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ، ا... مومل اوملګری .
(سیماب)
*******************************************************************************************************