اسلامی ایران دپاره چناردغمیزې دقربانیانوله خپلوانوسره په غم کې شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i50658-اسلامی_ایران_دپاره_چناردغمیزې_دقربانیانوله_خپلوانوسره_په_غم_کې_شریک_دی
زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي دپاکستان په پاره چنار کې په پرونیو دوو چاودنو په غبرګون کې چې په سلګونو روژتیان ئې په وینو کې لیت پيت کړي ، ووئيل ترهه ګرو د صهونزم او ترهه ګرۍ پيوند نندارې ته وړاندې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 24, 2017 00:33 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران دپاره چناردغمیزې دقربانیانوله خپلوانوسره په غم کې شریک دی

زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي بهرام قاسمي دپاکستان په پاره چنار کې په پرونیو دوو چاودنو په غبرګون کې چې په سلګونو روژتیان ئې په وینو کې لیت پيت کړي ، ووئيل ترهه ګرو د صهونزم او ترهه ګرۍ پيوند نندارې ته وړاندې کړی دی .

دایران دخارجه وزارت ویندوي  همداراز بیګا  په یولړ څرګندونو کې  روښآنه کړې ،  په هغې ورځې چې  دنړۍ مسلمانانو  پخپلو وحدت بخښونکو ولولناکو لاریونونو سره   دفلسطین له آئيډیالونو  ددفاع  او  له وحشي صونیسټي رژيم  سره  مخالفت کې خپلې  چغې پورته  کړي ،  ترهه ګرو دصهونیسټ رژيم   دګټو دتامینولو لپاره   دپاکستان  روژتیان په وینو کې ولمبول  او  دصهونزم اوترهه ګرۍ یوشانوالی او پيوند ئې نندارې ته وړاندې  کړ . 

 هغه همداراز د پاکستان په کویټه کې هم د  ترهه ګر برید په غندلو سره وئيلي  ترهه ګر هیڅ دین او مذهب نه لري او  موخه ئې هم  د مسلمانانو ترمینځ نفاق   اچول او ویرې اووحشت  خورل دي،  خو  حکومتونو ته پکار ده دخپلو ولسونو د امنیت دساتنې لپاره کوټلي اقدامات وکړي .

  وروستي راپورونه ښئ دپاکستان  په پاره چنار  ښار کې پرون  په داسې حال کې  چې  روژتیانو  دقدس په نړیواله ورځ  په پرتمین او ولوناک  لاریون  کې ګډون وکړ،  ترهه ګرو    له دې وروسته   په  یوه ګڼ ګوڼ بازار کې  چې  عامو خلکو پکې دروژماتي  لپاره  دضرورت شیان  اخستل  په دوو زورورو چاودنو سره ئې  روژتیان  په وینو کې لیت پيت کړل او وروستي راپورونه ښئ چې  دشهیدانو شمیر هم کابو پنځوسو او  دټپیانوشمیر هم  څه دپاسه  یوسل پنځلسو تنو ته رسیدلی  او ممکنه ده دشهیدانو شمیر نور هم زیات شي . ځيني ټپیان  پيښور ته رسول شوي دي ویل کیږي لومړنۍ بم چاودنه وه او دوهم چاودنه هم ځان مرګی په ځان پورې تړلي  چاودیدونکی توکي ولوزول چې دغه ستر بوږنونکی جنایت  ئې نندارې ته وړانداې کړ .

ځاي  اوسیدونکو  وئيلي ، له دې سره سم دځاي حکومت له خوا یو بل ظلم چې پر روژتیانو ئې  کړی ،  هغه دا چې  له  دغو چاودنو وروسته  ځوانانو دشهیدانو دجنازو له اوچتولو سره په یو وخت  خپل اعتراض   هم  ځاي حکمرانانو ته رسولو چې ناڅاپي  پرې  پوځيانو  ډزې کړي او وئيل کیږي چې یو شمیر  کسان ئې شهیدان اوټپیان کړي دي .  خلکو دا فریاد هم کړی ،چې آخر  خپل  فریاد چا ته ورسوي څو د هغوي په غم  کې شریک شي او د ترهه ګرو دجنایتونو مخه ونیسي کله  واکوالان جنایتکار او وحشيان شي نو بیا  عام ولس خپل فریاد چا ته کولی شي .