د حسینی اربعین په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59066-د_حسینی_اربعین_په_مناسبت_زمونږ_تسلیت_ومنئ
حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت وفادار یاران د یو شپیتمې هجری قمری پیړۍ د محرم الحرام په لسمه په کربلا کې شهیدان شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 09, 2017 02:17 Asia/Kabul
  • د حسینی اربعین په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ

حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت وفادار یاران د یو شپیتمې هجری قمری پیړۍ د محرم الحرام په لسمه په کربلا کې شهیدان شول .

نن د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفرې شلمه نیټه ده چی  د کربلا په دښته کې د نړۍ د شیعیانو د دریم امام سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده . په دغه ورځ د اسلامی ایران په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو زایرین د حسینی اربعین د دستورو د ترسره کولو لپاره د عراق کربلا ښار ته ورځی .

حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت وفادار یاران د یو شپیتمې هجری قمری پیړۍ د محرم الحرام په لسمه  په کربلا کې شهیدان شول .

د اسلام د ګران پیغمبر ګران لمسی حضرت امام حسین ع د کربلا د واقعې په بیانولو ، کربلا ته د مکې په لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ټینګار وکړ زما د حرکت مقصد د یذید د اسلامی ضد حکومت جوتول ، ښو کارونو ته بلل او له بدو کارونو منع کول  او ظلم او ستم په وړاندې مقاومت دې  او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل هدف نلرم .

د ایران مسلمان ولس بیګا او نن ورځ په جوماتونو ، امام بارګاو ، او د حضرت امام رضا علیه سلام او حضرت بی بی معصومه س په حرمونو کې د تاسوعا او عاشورا په شان د شهیدانو د سردار د شهادت د څلویښتی په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .

د نوحو او مرثیو ویل  ، سینه زنی او د حضرت امام حسین ع د شخصیت او ځای په اړه ویناوې  دحسینی اربعین په مناسبت د ایرانی ولس  مهم پروګرامونه دی .

همداراز د عراق ، پاکستان ، افغانستان ، لبنان ، ترکیې ، او لویدیځو هیوادونو په شمول د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د حسینی اربعین دستورې ترسره کیږی ، خو د عراق په کربلا ښار کې په میلیونونو انسانان دغه ورځ لمانځی او د اوسنی انسانی تاریخ تر ټولو ستره اجتماع بلل کیږی .

تهران راډیو د اربعین حسینی په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو  په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .