د حسینی اربعین په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت وفادار یاران د یو شپیتمې هجری قمری پیړۍ د محرم الحرام په لسمه په کربلا کې شهیدان شول .
نن د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفرې شلمه نیټه ده چی د کربلا په دښته کې د نړۍ د شیعیانو د دریم امام سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتی ورځ ده . په دغه ورځ د اسلامی ایران په شمول له درستې نړۍ په میلیونونو زایرین د حسینی اربعین د دستورو د ترسره کولو لپاره د عراق کربلا ښار ته ورځی .
حضرت امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت وفادار یاران د یو شپیتمې هجری قمری پیړۍ د محرم الحرام په لسمه په کربلا کې شهیدان شول .
د اسلام د ګران پیغمبر ګران لمسی حضرت امام حسین ع د کربلا د واقعې په بیانولو ، کربلا ته د مکې په لاره او تر شهادته پورې په ډاګه ټینګار وکړ زما د حرکت مقصد د یذید د اسلامی ضد حکومت جوتول ، ښو کارونو ته بلل او له بدو کارونو منع کول او ظلم او ستم په وړاندې مقاومت دې او د قران کریم له ملاتړ او د سوچه محمدی اسلام له ژوندی ساتلو پرته بل هدف نلرم .
د ایران مسلمان ولس بیګا او نن ورځ په جوماتونو ، امام بارګاو ، او د حضرت امام رضا علیه سلام او حضرت بی بی معصومه س په حرمونو کې د تاسوعا او عاشورا په شان د شهیدانو د سردار د شهادت د څلویښتی په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کوی .
د نوحو او مرثیو ویل ، سینه زنی او د حضرت امام حسین ع د شخصیت او ځای په اړه ویناوې دحسینی اربعین په مناسبت د ایرانی ولس مهم پروګرامونه دی .
همداراز د عراق ، پاکستان ، افغانستان ، لبنان ، ترکیې ، او لویدیځو هیوادونو په شمول د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د حسینی اربعین دستورې ترسره کیږی ، خو د عراق په کربلا ښار کې په میلیونونو انسانان دغه ورځ لمانځی او د اوسنی انسانی تاریخ تر ټولو ستره اجتماع بلل کیږی .
تهران راډیو د اربعین حسینی په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .