د حسینی اربعین په مناسبت درته تسلیت وایو
-
د ایران د راډیواو ټيلي ويژن اداره دنړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو لوستونکو ته تسلیت وايي .
زمونږخبریال راپور راکړی نن د ۲۰۱۷ میلادی کال د نوامبر دمیاشتې نهمه(۹) او د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د صفرې دمیاشتې شلمه(۲۰) نیټه ده چې د دنیا دشیعه مسلمانانو د دریم(۳) امام او دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام دشهادت له اربعین سره سمون خوری .
حضرت امام حسین علیه السلام د ۶۱ هجری قمری کال د محرم د میاشتې په لسمه() نیټه له خپلو یوشمیر وفاداره ملګرو سره یوځاې د سوچه محمدی( صلی الله علیه السلام ) اسلام د ژوندی دساتلو لپاره شهید کړی شو .
په همدې مناسبت د عراق د بیلابیلو سیمو او دغه راز داسلامی ایران او دپاکستان او دنوروهیوادونو په شمول په میلیونونو زیارتوال په پلی توګه او د کاروانونو او هیتونو په چوکاټ کښې په حسینی اربعین کښې دګډون لپاره دعراق په جنوب کښې کربلا ښار ته روان شوی او ډیر خلک اوس کربلا ته رسیدلی هم دی .
داسلامی ایران خلکو هم بیګا په مشهد کښې په حضرت امام رضا علیه السلام او په قم کښې په حضرت معصومه سلام الله علیها سپیڅلیو زیارتونو اودغه راز جوماتونو او امامباړو کښې له لمونځ وروسته دشهیدانو دسلار حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت د اربعین په دستورو کښې په ګډون سره ویر او ماتم وکړ .
د ایران د راډیواو ټیلی ویژن اداره صداوسیما په تیره بیا دتهران راډیو پښتو خپرونه دحسینی اربعین په مناسبت دنړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو لوستونکو ته تسلیت وایی .