دحسینی غورځنګ ولوله لاهم په انسانانو کې ژوندی ده
اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا اَباعَبْدِاللَّهِ وَ عَلَى الاَْرْواحِ الَّتى حَلَّتْ بِفِناَّئِکَ عَلَیْکَ مِنّى سَلامُ اللَّهِ [اَبَداً] ما بَقیتُ وَ بَقِىَ اللَّیْلُ وَ النَّهارُ وَ لاجَعَلَهُ اللَّهُ آخِرَ الْعَهْدِ مِنّى لِزِیارَتِکُمْ اَلسَّلامُ عَلَى الْحُسَیْنِ وَ عَلى عَلِىِّ بْنِ الْحُسَیْنِ وَ عَلى اَوْلادِ الْحُسَیْنِ وَ عَلى اَصْحابِ الْحُسَیْنِ
زمونږخبریال راپور راکړ دعراق کربلا سپیڅلی ښار د کاروان عشق په اوج کې د درستۍ نړۍ دمیلیونونو حسینی مینه والو کوربه دی او شیپه په شیبه دحسینی حماسې الهی اړخونه نندارې ته وړاندې کیږی او د اسې څوک نشته چې له دغې الهی مینې بې برخې پاتې شی .
له درستې نړۍ له کابو یو نوی هیوادونو حسینی عاشقان په کربلا کښې غونډ شوی څو نړیوالو ته وښئ حسینی غورځنګ لاهم په په انسانانو کې ژوندی دی او پتمن او خپلواکه انسان به هیڅکله دغه ډګر خالی پرېنږدی.د لبیک یا حسین ، لبیک یا زینب شعارونو په پورته کولو سره ګواکې دا په زړه پورې چغه پورته کوی چې؛ ای حسینه! که په عاشورا ورځې په کربلا میدان کې درسره نه وو خو نن ستا د هل من ناصر ینصرنی غږ ته د لبیک وییلو لپاره هماغه ځای ته راغلی یوو.
وروستی راپورونه ښئ چې د عراق په کربلا اوشاوخوا ساحو کې تر روستیو پورې کابو له پنځویشتو تر کابو دیرش میلیونو پورې حسینی مینه وال شتون لری او دغه ځوږ او ولوله هماغه راز په زیاتیدا ده
اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا اَباعَبْدِاللَّهِ وَ عَلَى الاَْرْواحِ الَّتى حَلَّتْ بِفِناَّئِکَ عَلَیْکَ مِنّى سَلامُ اللَّهِ [اَبَداً] ما بَقیتُ وَ بَقِىَ اللَّیْلُ وَ النَّهارُ وَ لاجَعَلَهُ اللَّهُ آخِرَ الْعَهْدِ مِنّى لِزِیارَتِکُمْ
اَلسَّلامُ عَلَى الْحُسَیْنِ وَ عَلى عَلِىِّ بْنِ الْحُسَیْنِ وَ عَلى اَوْلادِ الْحُسَیْنِ وَ عَلى اَصْحابِ الْحُسَیْنِ
دتهران ریډیو دپښتو خپرونې درست کارکونکې په دې مناسبت دزړه له کومې تسلیّت وائی