ایران او سوریې دمسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ
-
داسلامي مذهبو د نږدې کولو لپاره هڅه ډیره مهمه او اغیز شیندونکي ده .
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی او د سوریې ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون د مسلمانانو په وحدت ټینګار وکړ .
دایران د خارجی اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر کمال خرازی په دمشق کښې دسوریې له ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون سره په کتنې کښې دسیمې دټولو مسلمانانو په تیره بیا دسوریې د خلکو د ډیر اتحاد لپاره دهغه(شیخ احمد بدرالدین حسون) په اغیز شیندونکی رول ټینګار وکړ او ویې ویل داسلامی مذهبونو د نږدې کولو لپاره هڅه ډیره مهمه او اغیز شیندونکی ده .
کمال خرازی هیله وکړه وحدت رامینځته کونکی کتنه چې همدا اوس په سوریې کښې د خلکو او دعلماو ترمینځ شته هماغه راز دوام ولری .
د سوریې ستر مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون هم د خپل هیواد دکړکیچ له حل سره په مرسته کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په قدرنې سره وویل سوریې په ښه ډول دجنګ کړکیچ تیر کړی دی او دمشق تل په سیمه کښې د صلحې او د ارامښت د ټینګیدا غوښتونکی دی .
هغه په دې خبرې سره چې په ایران کښې د اسلامی مذهبونو دنږدې کولو په زمینه کښې ښې علمی غونډې ترسره کیږی هیله وکړه دغه غونډې د نړۍ دمسلمانانو لپاره اغیزشیندونکی ووسی .