لندن کښې د ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63907-لندن_کښې_د_ټرمپ_خلاف_پراخې_مظاهرې_وشوې
زرګونو انګریزانو په لندن کښې د بریطانیه د وزیراعظمۍ دفتر مخې ته د امریکې د ولسمشر د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2018 17:11 Asia/Kabul
  • لندن کښې د ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې وشوې

زرګونو انګریزانو په لندن کښې د بریطانیه د وزیراعظمۍ دفتر مخې ته د امریکې د ولسمشر د سیاستونو خلاف مظاهرې وکړې.

د ایرنا د خبر له مخې معترضانو چې د بریطانیا د ښځو د غورځنګ په بلنه او د جنګ ضده او د سولې د پلوي یوشمیر مدني ډلو په ملاتړ سره د خپل هیواد د وزاعظمې د دفتر مخې ته راغونډ شوي وو، د (وخت ختم دی) نعرو په وهلو سره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څنګته کیدو غوښتنه وکړه.

مظاهره چیانو د انګریز وزیراعظمې ټریزا می خلاف او داسې نورو شعارونو په ورکولو سره له امریکې سره د بریطانیا د اړیکو د غوڅیدو غوښتنه وکړه.

خبر زیاتوي چې د امریکې د ولسمشر له سیاستونو د بریطانیې د خلکو او عامه افکارو قهر همداشان سبب شوی چې هغه د دغه هیواد د وزیراعظمې له رسمې بلنې سره سره، لندن ته خپل سفر څو څو وارې وځنډوي.