دامریکا کارکونکو د حکومت په چټی کیدا اندیښنه څرګنده کړه .
-
موافقې ته د نه رسیدا په بڼه کښې به دامریکا دحکومت چټي کیدل د روان میلادي کال د فرورۍ دمیاشتې تر اتمې(۸) نیټې پورې دوام ولري .
زمونږخبریال وایی د امریکا د حکومتی ادارو د کارکونکو د اتحادیو غړیو دحکومت د چټی کیدا په اړه اندیښنه وښودله .
دامریکا د فیډرال حکومت د متقاعدو او د اوسنیو کارکونکو د ملی اتحادیې نائب رئیسې میرمن جیسیکا کلیمنټ(Jessica Klement)چې د څه دپاسه شلوزرو(۲۰۰۰۰) کسانو استازی ده وویل دحکومت د چټی کیدا اوسنی شرایط ډیر تاوتریخجن دی .
هغې وویل دامریکا دحکومت دضروری برخو کارکونکی باید په اوو(۱) ورځو کښې یوځل خپل شتون اعلان(حاضری ورکړی ) کړی او داپه داسې شرایطو کښې دی چې حکومتی کارکونکی نه پوهیږی خپل دهرې میاشتې معاشونه به کله ترلاسه کړی .
د امریکا د کارکونکو دملی اتحادیې نائب رئیسې میرمن جیسیکا کلیمنټ وویل د غیر ضروری برخو کارکونکی مجبوره دی د معاشونو له ترلاسه کولوپرته ژوند وکړی او هغوې دخپلو نه ورکړل شویو معاشونو د ترسره کولو په اړه ډاډمن نه دی .
دامریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د موقته بودجې د لایحې په نه تصویبیدا کښې دحکومت له ناکامۍ وروسته فیډرال حکومت له وړمې(تیرې شنبې ورځ) ورځې راهسې چټی شوی دی .
دغه راز د حکومت د کار دبیرته پیلیدا لپاره د امریکا دمشرانو جرګې سینا د استازیو خبرې اترې ناکامه شوې .
دامریکا په مشرانو جرګې کښې د ریپبلیکن ګوند د لږکیو مشر میک کانل د ډیموکراټ ګوند کارړنګونه د حکومت د چټی کیدا د دوام عامل وبلله .
موافقې ته د نه رسیدا په بڼه کښې به دامریکا دحکومت چټی کیدل د روان میلادی کال د فرورۍ دمیاشتې تر اتمې(۸) نیټې پورې دوام ولری .