سعودی عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63939-سعودی_عربستان_په_یمن_حملو_ته_دوام_ورکړی
مهر خبری اژانس وایی دسعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو د یمن په شمال کښې په «صعده» ولایت کښې په سحار (Sahar)کښې په هستوګنو سیمو حملې وکړې او له کبله یې دولس (۱۲)کسان مړه او ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 09:47 Asia/Kabul
  • دیمن  دخلکو پرضد د سعودي عربستان په حملو او بریدونو کښې امریکا ، اسرائیل ، متحده عربي امارات او اردن  وغیره  مرستې کوي .
    دیمن دخلکو پرضد د سعودي عربستان په حملو او بریدونو کښې امریکا ، اسرائیل ، متحده عربي امارات او اردن وغیره مرستې کوي .

مهر خبری اژانس وایی دسعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو د یمن په شمال کښې په «صعده» ولایت کښې په سحار (Sahar)کښې په هستوګنو سیمو حملې وکړې او له کبله یې دولس (۱۲)کسان مړه او ژوبل شول .

عینی کتونکو وویل چې دسعودی عربستان په حملې کښې اوه (۷)ملکیان وژل شوی او  پینځه(۵) نور ژوبل شوی چې ښځې او ماشومان هم پکښې  شامل دی .

دیمن  دخلکو پرضد د سعودی عربستان په حملو او بریدونو کښې امریکا ، اسرائیل ، متحده عربی امارات او اردن  وغیره  مرستې کوی .