دنړۍ ۸۲ فیصده شتمنۍد یو فیصده خلکو په واک کښې دي
-
د شتمنیو زیاتیدل په نړۍ د واکمن اقتصادي نظام د ماتي نښه ده .
زمونږخبریال وایی نړیوالې مرستندویه موسسې اکسفام(OXFAM) وویل په تیر میلادی کال کښې د نړۍ کابو دوه اتیا(۸۲) فیصده تولید شوی شتمنۍ یوازې دیو (۱)فیصده کسانو په نصیب شوی دی .
اکسفام موسسې نن په تیر میلادی کال(۲۰۱۷) کښې د نړۍ د شتمنۍ د حالت د څیړنې د راپور په خپرولوسره وویل له هرو لسو(۱۰) میلیارډرو شتمنو کسانو څخه نهه (۹)سړی دی او کارګران هم دشتمنۍ د زیاتیدا د فهرست په اخر کښې دی .
اکسفام موسسې د شتمنیو د زیاتیدا اوج د۲۰۱۶ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې د تیر میلادی کال تر مارچ میاشتې پورې وخت اعلان کړی او زیاته کړی یې ده په دغه وخت کښې دهغو کسانو شمیر چې شتمنۍ یې له یو (۱)میلیارډ ډالروڅخه زیاتې شوی دی په بې ساری ډول زیات شوی دی .
دنړیوالې مرستندویه موسسې اکسفام اجرایی مدیر وینی بیانییما وویل د شتمنیو زیاتیدل په نړۍ د واکمن اقتصادی نظام د ماتی نښه ده .
داکسفام د نظر سنجې پراساس دنړۍ په دریو(۳) کښې دوه (۲)برخې خلک په جدی ډول د شتمنو او دبې وزله خلکو ترمینځ د واټن دکمولو لپاره د خپلو حکومتونو د اقدام غوښتونکی دی .
دغه نظر سنجې په امریکا، هند، نیجریه ، بریتانیا ، میکیسکو ، جنوبی افریقا، اسپانیا ، مراکش ، هالینډ او ډانمارک کښې ترسره شوی ده .