مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63943-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابرار په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی چی«د انټرکانټیننټال په هوټل د طالبانو ناکامه حمله» په یو راپور کی لولو: د افغانستان ځانګړو ځواکونو پرون یکشنبه؛ د یرغلګرو له وژلو وروسته، د کابل د انترکانټیننټال هوټل کنټرول؛ چی د وسله والو یرغلګرو له لورې پری حمله شوې وه، په واک کی ونیو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 11:22 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابرار په ورځپاڼه کی تر دی سرلیک لاندی چی«د انټرکانټیننټال په هوټل د طالبانو ناکامه حمله» په یو راپور کی لولو: د افغانستان ځانګړو ځواکونو پرون یکشنبه؛ د یرغلګرو له وژلو وروسته، د کابل د انترکانټیننټال هوټل کنټرول؛ چی د وسله والو یرغلګرو له لورې پری حمله شوې وه، په واک کی ونیو.

  

 تیره شپه د وسله والو کسانو له خوا پدغه هوټل حمله وشوه، او  تر پرون غرمی پوری د هوټل ځینی پوړونه؛ هماغه راز د دغو کسانو په ولکه کی ؤ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا د عملیاتو له پایته رسیدو وروسته، د طالبانو ډلې د یادې حملې مسؤلیت په غاړ واخیست. دغې ډلې په ۲۰۱۱ کال هم په نوموړی هوټل ورته یرغل کړئ ؤ.

د افغانستان د داخله وزارت ویاند«نجیب دانش»، بی؛بی؛ سی ته ویلی دی؛ چی د کابل په انټرکانټیننټال هوټل حمله، د څلورو یرغلګرو په وژل کیدو سره پایته رسیدلې، او افغان امنیتی ځواکونو د هوټل کنټرول په لاس کی نیولئ دئ.  

******

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی هم د همدې پیښې په هکله په یو تحلیلی راپور کی راغلی دی: طالبانو د تاوتریخوالی اور لا زیات کړ. ترهه ګرې حملې؛ د شپې له نیمایی څخه د یکشنبی ورځې تر غرمی پوری، ۱۳ ساعته دوام وکړ، ترڅو د افغانستان امنیتی ځواکونو وکولای شول، د انټرکانټیننټال په هوټل حمله؛ د څلورو یرغلګرو، او د ۱۴ ؤ بهرنیانو او ۴ ؤ افغانانو په شمول د ۱۸ غیر پوځیانو په وژل کیدو سره پایته ورسوی.   

د طالبانو دغه یرغل؛ له دې څخه د یوې اونۍ په کمه موده بڼه نیسی، چی د ملګرو ملتو په سازمان کی د امریکی استازی ادعا کړې وه، په افغانستان کی د امریکی د ؤلس مشر نوې ستراتژې د دی سبب شوې ده، چی له طالبانو سره د سولې خبرې اترې له هر بل وخت څخه لازیات ممکنی وی. طالبانو په عین حال کی د هرات او بلخ په ولایتونو کی هم یو لړ عملیات سرته رسولی دی، چی له کبله یی څه د پاسه ۳۰ کسان وژل شوی دی.

د ۱۳۹۵ کال د وری  په میاشت کی د افغانستان د مقامونو له امنیت څخه د ساتنې ځواکونو په مرکز، له ځان وژونکې حملې وروسته، چی د څه باندی ۵۸ ؤ افغان پوځیانو د وژلې سبب شوه، د انټرکانټیننټال په هوټل د طالبانو عملیات، له ۲۲ ؤ میاشتو وروسته؛ د افغانستان په پایتخت کی د هغوی لمړنی ستر پوځی عملیات ؤو.

*******  

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی په یو سرلیک کی لیکل شوی دی:« د ټرمپ د ؤلس مشرۍ په لمړنۍ کالیزه کی د امریکی تر ټولو سترې اعتراضی مظاهرې»

د امریکی په میلیونونو اعتراض کونکو خلګ، د ډونالډ ټرمپ د ؤلس مشرۍ  له لمړنۍ کالیزې سره په یو وخت، د هغه د سیاستونو په اعتراض کی، د یاد هیواد په  مختلفو ښارونو کی واټونو ته را ووتل، او د امریکی د تاریخ یو ډیر ستر اعتراض یی ننداری ته کښیښود. 

د رویټرز خبری آژانس اعلان وکړ: دغه غږملی سترې مظاهرې، په واشنګټن؛ نیویارک؛ لس آنجلس؛ شیکاګو؛ سان فرانسیسکو؛ هیوستون؛ دنور؛ رالی؛ فیلادلفیا؛ ریچموند او د امریکی په نږدی ۲۵۰ ؤ ښارونو کی ترسره شوې، او اعتراض کونکو د ښځو په خلاف د ټرمپ سیاستونه وغندل. مظاهره چیانو د مهاجرینو او د ښځو او نارینه ؤو د حقوقو د نا برابرۍ په هکله د ټرمپ د سیاستونو په غندلو سره؛ د ټرمپ د جنسی فسادونو د افشا کیدو غوښتنه وکړه. په عین حال کی ډموکراټو سیاستوالو او ترقی غواړو فعالانو، د واشنګټن په شمول د امریکی په زیاترو اعتراضونو کی ویناوی وکړې. 

له دې سره په یو وخت؛ د ایټالیې؛ جرمنی؛ اوګاندا او جاپان په هیوادونو کی هم، د ټرمپ د سیاستونو په خلاف اعتراضی مظاهری وشوې.

اوس هم د کابل چاپ او بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته یوه لنډه کتنه کوؤ؛ چی د افغانستان د وروستیو حالاتو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:  

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د یکشنبې د شپې د وسلهوال برید په اړه لیکنی کړې، کوم چې تر پرون د یکشنبې تر مازیګره ‌یې دوام وکړ.

ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، پر انټرکانټیننټال هوټل برید چې ۱۶ ساعته ‌یې دوام وکړ؛ وښوده چې د افغانستان د وضعې په اړه هم امریکایان او هم افغان چارواکی دواړه درواغ وایی.

ویسا لیکلی، د ولسمشر په ګډون امنیتی چارواکی په دې وروستیو کې دا وایی چې افغان ځواکونه پیاوړی شوی او دښمن له پښو لوېدلی، خو د سرمقاله لیکونکی په خبره، پر انټرکانټیننټال هوټل برید دا وښوده چې خبره برعکس ده.

ویسا لیکلی، دا چې د دغه برید مرګ ژوبله او مالی زیانونه څومره درانه دی، تر اوسه پورې کره خبره نهشی کېدای.

ملی ارمان

ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په تړاو په خپله سر مقاله کې لیکلی، د کشفی ارګانونو ضعف او ناکامی د زغم وړ نهده.

ورځپاڼه چې پر انټرکانټیننټال هوټل برید کې دغه ارګانونه ګرم ګنی لیکی، د شرم ځای دی چې ترهګرو سره د مبارزې د ۱۴ کلنې تجربې با وجود دا ‌شان پېښې رامنځته کېږی.

د سرمقاله لیکونکی په باور دغو ارګانونو ته باید ټکان ورکړل شی او د ورته پېښو د مخنیوی په هدف په کار پوه او تجربه لرونکی کسان پهکې وګمارل شی.

هېواد

هېواد دولتی ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی دی.

هېواد لیکلی دا برید پر اسلامیت، انسانیت او بشری ارزښتونو برید دی چې غندو یې او باید ژوره څېړنه ‌یې وشی.

ورځپاڼه لیکی چې د برید تر شا د پاکستان لاس دی کوم چې نن

 سبا د ترهګرو څخه د ملاتړ له امله له نړیوالې ملامتیا سره مخ دی.

مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د کابل په انټرکانټیننټال هوټل د یکشنبې د شپې برید د نیابتی جګړې یوه برخه ګڼلې کوم چې د ورځپاڼې په خبره زموږ د خپل تن او وجود برخې یې په خدمت کې دی.

ورځپاڼه لیکلی، د دې جګړې او وحشت ګټه واشنګټن، اسلاماباد، او مسکو ته رسېږی، خو انسان، ځمکه او ارزښتونه په‌کې زموږ سوځی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د برید په اړه د پلټنو خبره کړې ده.

دنیا لیکی، برید که هر چا کړی وی خورا جدی پلټنو ته اړتیا لری.

خو سرمقاله لیکونکی یوه پوښتنه هم مطرح کړې او هغه دا چې ایا دا برید بیا هم له پاکستانه پلان او عملی شوی و؟

که داسې شوی وی، نو پر هغه هېواد د نړیوالې ټولنې او امریکا فشارونو څه اغېز کړی دی؟

******

د لوېدیځو ډېرو ورځپاڼو د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د شنبې د شپې حملې ته کتنه کړې.

ټلګراف: د بریتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې لیکلی چې د کابل پر انټرکانټیننټال هوټل د ډله‌ییزې حملې پر مهال چارواکو ویل، دوی په هوټل کې د بهرنیو مېلمنو د شمېر په اړه معلومات نه ‌لری او وېره ‌یې څرګندوله چې ښایی یو شمېر کسان برمته شوی وی.

ورځپاڼه لیکی:

دا برید په کابل کې د امریکا د سفارت له هغه اعلانه دوه ورځې وروسته وشو چې ویلی یې و، د حامد کرزی هوایی ډګر ته نږدې پر بارون هوټل یا د کابل پر بل کوم هوټل د وسله‌والو طالبانو د حملې په اړه‌یې معلومات ترلاسه کړی دی.

ټلګراف لیکی چې په دې اړه د امریکا د سفارت په بیان کې یادونه شوې وه چې د استخباراتی معلوماتو له مخې وسله‌وال ښایی پر غونډو، مظاهرو، دولتی ادارو، ټرانسپورتی سیستم، بازارونو او هغو ځایونو حملې وکړی چې بهرنیان غونډې په‌کې کوی.

د ټلګراف راپور زیاتوی، که څه هم د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت وایی، له افغان امنیتی ځواکونو سره د امریکا د مرستو له زیاتېدو وروسته پر طالبانو فشار زیات شوی دی، خو د افغانستان امنیتی وضعیت لا هم ترینګلی دی.

نیویارک ټایمز

ټلګراف او امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز دواړو لیکلی چې وسله‌والو طالبانو د کابل پر انټرکانټیننټال شپږ کاله مخکې هم ورته برید کړی و.

پر دې هوټل د ۲۰۱۱ میلادی کال په برید کې د نهو انتحاریانو په ګډون ټول ۲۱ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شوی وو.

نیویارک ټایمز لیکی، حتی وروسته له دې چې چارواکو وویل،

برید پای ته رسېدلی، بیا هم د ورځپاڼې خبریال راپور ورکاوه چې دی د چاودنو او ډزو غږونه اوری.

ورځپاڼه لیکی:

دا ډزې د چارواکو په وینا د تصفیوی عملیاتو پر مهال کېدې.

نیویارک ټایمز لیکی چې وسله‌وال طالبان اکثر ډېر ژر د خپلو حملو مسؤلیت منی، خو پر انټرکانټیننټال هوټل د حملې مسؤلیت‌یې د هغې له پیله ۱۴ ساعته وروسته اعلان کړ.

نیویارک ټایمز په پای کې د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند جاوید فیصل له قوله لیکی چې نوموړی د استخباراتی راپورونو پر بنسټ وایی، دا برید په پاکستان کې د دېره حقانی شبکې له‌خوا شوی دی.

سټارز اېنډ سټرایپس:

بله امریکایۍ ورځپاڼه سټارز اېنډ سټرایپس "Stars and Stripes" د همدې موضوع په اړه لیکی:

د یکشنبې په سهار چې د انټرکانټیننټال پر برید ۱۳ ساعته اوښتی وو، د ژورنالېستانو یوه ډله د کابل ښار په باغ‌بالا سیمه کې د هوټل مخې ته په داسې حال کې راټول شوی وو چې لا هم د خال خال چاودنو او ډزو غږونو ازانګې کولې.

ورځپاڼه د رحمت‌الله عمرخېل په نوم د یوه عینی شاهد له قوله لیکی چې وایی، دا پېښه په افغانستان کې د امنیتی حالت په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ویلی شی.

عمرخېل سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلی چې سترګې یې غړولی، نو په افغانستان کې جګړه وه، خو دی وېرېږی چې وضعیت تر دې هم خراب نه‌شی.