دامریکائی ټولنې یوه برخه د اسلامی ایران ملاتړي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63961-دامریکائی_ټولنې_یوه_برخه_د_اسلامی_ایران_ملاتړي_ده
سردار جزایری روښانه کړې ، په امریکا کې د ناکراریو سختوالی او دوام به د دغه هیواد واکوالانو ته دیکته کړی ، له دې زیات دې دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 14:02 Asia/Kabul
  • دامریکائی ټولنې یوه برخه د اسلامی ایران ملاتړي ده

سردار جزایری روښانه کړې ، په امریکا کې د ناکراریو سختوالی او دوام به د دغه هیواد واکوالانو ته دیکته کړی ، له دې زیات دې دنورو هیوادونو په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ  ویندوی سردار  تورن جنرال  سید مسعود جزایری  نن  ددې خبرې په کولو سره چې  دامریکا دټولنې یوه برخه  داسلامی اریان  ملاتړی  دی ،  ووئیل ،  دامریکائی ټولنه دغو خلکو  تل د دغه هیواد له حکومته غوښتی دی ،  خپل تیری دې ختم کړی .

 سردار مسعود جزایری   د امریکا  د واکمن لوری په ضد د دغه هیواد  خلکو وروستیو  مظاهرو په غبرګون کې  زیاته کړې ،  نړیواله ټولنه باید د امریکا د ورانکار او شیطان صفته  حکومت په ضد  د دغه هیواد د ولس  ملاتړ و کړی .

 دایران داسلامی جمهوریت د پوځ  دلوئ دستیزوالۍ د دفاعی تبلیغاتو اوکلتوری چارو  مرستیال   وئیلی ، نړیواله ټولنه  باید   اجازت ورنه کړی ،   دمریکا حکومت  له دې زیات د دغه هیواد  او د نورو هیوادونو ولسونه  وکړوی . 

 سردار  جزایری  روښانه کړې ،   په امریکا کې د  ناکراریو سختوالی او دوام  به   د دغه هیواد واکوالانو ته  دیکته کړی ،  له دې زیات  دې  دنورو هیوادونو  په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهی .

 دامریکا  ولس د دغه هیواد په لسګونو سترو او واړو ښارونو کې  دشنبې په ورځې  ، سپینې ماڼۍ  ته د  دغه هیواد دجنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ  د رسیدو په لومړنۍ کلیزې  کې دهغه د سیاستونو په ضد  پراخې مظاهرې کړی او  د ټرمپ په ضد  په شعارونو سره ئې د هغه  د مواخذه کیدا غوښتنه کړې ده .