په امریکاکې په ډزو کې نورو۸۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی
په امریکا کې د ګرمو وسلو په ډزو کې په زرګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوی او دا دامریکا واکوالانو دی چې په دغه هیواد کې ئې د ګرمو وسلو د ګرځولو د کنټرولول اومحدودولو په باب تر دې دمه هیڅ قانون نه د ی جوړ کړی او د دغه هیواد ولس ئې د دوسلو دپیر پلور لابیانو په رحم وکرم پریښودلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړ په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالود احصایو ثبتونکی مرکز پخپل روستی راپور کې وئیلی دی ، په امریکا کې په تیرشواروزو کې په بیلابیلو ایالتونو کې د ډزو ۷۸موردونه ثبت شوی دی چې له امله ئې څوارلس کسان وژل شوی او ۷۳نور ټپیان شوی چې وئیل کیږی ممکنه ده دمړو شمیر ئې نور هم زیات شی .
راپورښئ لازیاتې ډزې په کیلیفورنیا، تیګزاس ،جنوبی کارولینا، اوفلوریډا ایالتون کې شوی دی .
په امریکا کې د وسلوالو تاؤتریخوالو د احصایو ثبتونکی مرکز په دغه راپور کې وئیلی دی ، په تیرو ۴۸ساعتونو کې هم ټول ټال د ډزو ۲۱۹ موردونه راپور شوی دی ، چې په نتیجې کې ئې ۶۴کسان وژل شوی او ۱۴۴نور ټپیان شوی دی .