دایران حکومت دخلکو دمشکل د حل کولوهڅه کوی
-
اټکل کیږي د روان هجري لمریز کال تر پاې پورې د ایران د اسعارو عاید څه دپاسه نوي(۹۰) میلیارډه ډالروته ورسیږي .
زمونږخبریال وایی دایران ولسمشرحسن روحانی ټینګار وکړ حکومت په بیلابیلوبرخو کښې د هیواد د پراختیا او دمشکلاتو حل کولو ته هوډمن دی .
هغه د دولسم (۱۲)حکومت د کار له پیلیدا وروسته له خلکو سره په ژوندیو ټیلی ویژنی خبرو کښې د خپل حکومت د کړچار د راپور په وړاندې کولو سره وویل ولسمشر د خلکو دپام وړ د مسایلو او دغوښتنو د تحقق لپاره خپلو ژمنو ته پاې بند دی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په تیرو څو ورځو کښې د بهرنیو اسعارو د ارزښت د زیاتیدا په موقته کیدا ټینګار سره وویل په هیواد کښې د بهرنیو اسعارود سرچینو د کمښت خبره بې اساسه ده .
هغه وویل له خلکو سره د حکومت ژمنه دا ده چې د هیواد داړتیا وړ بهرنی اسعار تامین کړی او له نیکمرغه د ایران د اسعارو عاید د اسعارو له خرڅ کیدا څخه ډیر دی په دې ډول چې اټکل کیږی د روان هجری لمریز کال تر پاې پورې د ایران د اسعارو عاید څه دپاسه نوی(۹۰) میلیارډه ډالروته ورسیږی .
هغه جوته کړه چې دایران د بهرنیو اسعاروعاید د هیواد د اسعارو له ټول ټال خرچ څخه څو ځله زیات دی وویل په راتلونکی کال کښې به هم دایران داسعاروعاید له روان کال څخه زیات وی .
دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د بایکاټ له وخت راهسې ځینې نیمګړتیا پاتې دی وویل ځینې نیمګړتیاوې ختمې شوی او ځینې هم پاتې دی چې د نړۍ او دسیمې د هیوادونوله بانکونو سره د ایران د ارتباطاتو مسله پکښې شامله ده او دغه ارتباطات تراوسه ایډه ال پړاو ته نه دی رسیدلی .