دسوریې عسکرو ۲۹۷ ټروریسټان هلاک کړی دی
-
ترهګرو د سوريې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په باب توما سیمې د هوانونو ډزې وکړې او له کبله یې نهه(۹) ملکیان ووژل شول .
زمونږخبریال وایی دسوریې له پوځ سره په جنګ کښې دوه سوه اوه نوی (۲۹۷)داعش ترهګر او دهغوې ملګری ووژل شول .
دغه ټروریسټان د سوریې حماه ولایت په شمال ختیځ ، د ادلب ولایت په ختیځ او جنوب ختیځ او د حلب ولایت په جنوب او جنوب ختیځ کښې هلاک شوی دی .
په وژل شویو ترهګرو کښې یوسل درې(۱۰۳) د نورو بهرنیو هیوادونو ښاریز دی .
دسوریې پوځ په دغه موده کښې په دغو سیمو کښې د درې سوه دوه ویشت(۳۲۲) کلیو او ښارګیو کنټرول په لاس کښې اخیستی دی او دیرش(۳۰) کلی او ښارګی په تیرو اتو څلویښتو(۴۸) ساعتونو کښې ازاد کړې شوی دی .
دغه راز ترهګرو د سوریې دپلازمینې دمشق په خوا کښې په باب توما سیمې د هوانونو ډزې وکړې او له کبله یې نهه(۹) ملکیان ووژل شول او یویشت (۲۱)نور ژوبل شوی .
په سوریې کښې تکفیری ترهګر چې له حکومتی عسکرو سره په جنګ کښې یې زیاتې مرګ ژوبلې زغملی دی اوس په پلازمینې دمشق د هوانونو په ډزو او د تاوتریخوالی دکمولودسیمو دموافقې په خلاف ورزۍ کولو سره له بې دفاع ملکیانو د غچ د اخیستلو کوشش کوی .