دیمن پوځ دعربستان په ګوډاګیانو توغندی ویشتلی
-
سعودي عربستان له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې په یمن حملواو بمباریوته دوام ورکړی .
فارس خبری اژانس وایی دیمن د پوځ دتوغندیو د برخې یوې(۱) سرچینې وویل په تعز ولایت کښې په الخیامی کیمپ د بلاسټیک توغندی په حملې کښې د سعودی عربستان څه دپاسه دوه څلویښت(۴۲) ګوډاګیان هلاک شول او پینځه پنځوس(۵۵) نور ژوبل هم شول .
د یمن پوځ او انصار الله ولسی غورځنګ پرون ددغه هیواد په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت کښې د سعودی عربستان د ګوډاګیانو په الخیامی کیمپ د قاهر ایم دوه(Qaher M-1) ډوله مینځ واټنه توغندی حمله وکړه او له کبله یې دوه څلویښت(۴۲) ګوډاګیان هلاک شول .
دیمن پوځ او انصار الله ولسی غورځنګ د روان میلادی کال له پیل راهسې تراوسه د سعودی عربستان په پوځی مرکزونو نهه(۹) لر واټنه او مینځ واټنه توغندی ویشتلی دی .
دیمن پوځ په تیرې یکشنبې ورځ هم دسعودی عربستان په جنوب کښې په نجران کښې په یوه(۱) پوځی کیمپ د یوه(۱) لنډ واټنه بلاسټیک توغندی حمله کړی وه .
سعودی عربستان دامریکا، متحده عربی اماراتو،اردن ، اسرائیلواو د انګلستان په ملاتړ او مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې په یمن حملواو بمباریوته دوام ورکړی او دغه هیواد یې له سمندر ، ځمکې او هوا څخه کلابند کړی هم دی .
په یمن دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو په حملو کښې تراوسه په لسګونو زره بې ګناه خلک وژل شوی او په میلیونونو نور کډوال شوی هم ډی .
دیمن پوځ هم د سعودی عربستان تیریګرو حملو ته په غبرګون کښې د سعودی عربستان په داخل او دیمن په خاوره کښې د ال سعودرژیم په مرکزونو او اډو حملې کوی .