دامریکا خارجه وزیر دکارپیژاندو دډلې دجوړیدا خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63991-دامریکا_خارجه_وزیر_دکارپیژاندو_دډلې_دجوړیدا_خبر_ورکړ
زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په لندن کښې دبریتانیا له لومړۍ وزیرې ټریسا مې(Theresa May) سره له کتنې وروسته ادعا وکړه چې د اټومی موافقې د نیمګړتیاو د اصلاح لپاره دکارپیژاندو ډلې د جوړولو لپاره موافقې ته رسیدلی یوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 02:16 Asia/Kabul
  • داټومي موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دترسره کیدا امکان نشته .
    داټومي موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دترسره کیدا امکان نشته .

زمونږخبریال وایی دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په لندن کښې دبریتانیا له لومړۍ وزیرې ټریسا مې(Theresa May) سره له کتنې وروسته ادعا وکړه چې د اټومی موافقې د نیمګړتیاو د اصلاح لپاره دکارپیژاندو ډلې د جوړولو لپاره موافقې ته رسیدلی یوو .

هغه وویل ممکنه ده د کارپیژاندو دغه ډله راتلونکی اونۍ غونډه جوړه کړی .

دامریکا دباندنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ادعا وکړه د  اټومی موافقې په  ځینو موضوګانو د غور د ضرورت په اړه د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنی ترمینځ ګډ نظر شته .

د امریکا د خارجه وزیر ریکس ټیلرسن دغه وینا په داسې حال کښې ده چې دایران اسلامی جمهوریت چارواکو په دې خبرې ټینګار سره چې  داټومی موافقې په اړه د بیا خبرو اترو دترسره کیدا امکان نشته په دغه نړیوال تړون کښې بدلون راوستل یې   د اټومی موافقې خلاف ورزۍ بللی ده .

دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ اټومی موافقه د ۲۰۱۶ میلادی کال له جنورۍ میاشتې راهسې اجرایی شوی ده خو دامریکا حکومت ددغه ډلې یوه(۱) غړی په توګه ددغه نړیوال تړون داجرا په لاره کښې خنډونه جوړوی او دخپلو ژمنو خلاف ورزۍ کوی .