دعفرین له عملیاتو وروسته دترکیې پوځیان وځی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i63993-دعفرین_له_عملیاتو_وروسته_دترکیې_پوځیان_وځی
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ددغه هیواد پوځ د زیتون دڅانګې دعملیاتو له ختمیدا وروسته سمدستی دسوریې په شمال کښې له عفرین (Afrin)ښار څخه وځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2018 02:28 Asia/Kabul
  • ځینې هیوادونه نیت لري د ترکیې په جنوبي سرحد کښې د ترهګرو لپاره یوه(۱) لاره رامینځته کړي .
    ځینې هیوادونه نیت لري د ترکیې په جنوبي سرحد کښې د ترهګرو لپاره یوه(۱) لاره رامینځته کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ددغه هیواد پوځ د زیتون دڅانګې دعملیاتو له ختمیدا وروسته سمدستی دسوریې په شمال کښې له عفرین (Afrin)ښار څخه وځی .

هغه دسوریې په شمال کښې دترکیې د پوځ دعملیاتو دهدفونو په بیانولو سره پرون  ادعا وکړه د انقرې هدف د سوریې او دترکیې په سرحدی سیمو کښې د امنیت ټینګول دی .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کښې د ترکیې د پوځ دعملیاتو د وخت د ټاکلو په اړه دامریکا د چارواکو د غوښتنې په ردولو سره وویل د عفرین دعملیاتو او په دغه سیمه کښې د ترهګرو له ختمیدا وروسته به زمونږپوځیان خپل هیواد ته ورستانه شی .

اردوغان وویل د هغو هیوادونو چې د ترکیې په عملیاتو نیوکه کوی هدف  د سورې دخلکو د مشکلاتو حل کیدل او دهغوې د راتلونکی په اړه اندیښنه نه ده وویل د عفرین سیمې ستونزه به حل کړو او په دې هکله مو فیصله کړی ده او دغه موضوع به د روسیې په شمول له خپلو دوستانو سره شریکه کړو .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې خبرې سره چې  ترکیه له کردانو سره هیڅ اختلاف او مشکل نلری وویل د عفرین عملیات د سیمې دګواښ دعامل په توګه له ترهګرو سره د مقابلې لپاره ترسره کیږی خو ځینې هیوادونه دغه عملیات په قصدی ډول د کردانو پرضد  عملیات بولی او ددغو عملیاتو د اصلی هدفونو د تحریفولو کوشش کوی .

هغه دسوریې په شمال کښې د کردځواکونو په وسلو سمبالولو کښې دامریکا په اقدام نیوکې سره وویل ځینې هیوادونه نیت لری د ترکیې په جنوبی سرحد کښې د ترهګرو لپاره یوه(۱) لاره رامینځته کړی .